د لاس رسي وړ اتصالات

درې پاکستاني سرتیري او اوه یاغیان په نښتو کې وژل شوي 


عکس: ارشیف - د خیبرپوښتونخواه ایالت د لکی مروت په ولسوالۍ کې د ترهګرو په بمي برید کې د پاکستاني پوځیانو وژل کیدل - د ۲۰۲۳ د مار چ ۳۰
عکس: ارشیف - د خیبرپوښتونخواه ایالت د لکی مروت په ولسوالۍ کې د ترهګرو په بمي برید کې د پاکستاني پوځیانو وژل کیدل - د ۲۰۲۳ د مار چ ۳۰

پاکستاني امنیتي مقاماتو د جمعې په ورځ اپریل ۲۸ (غوایي ۸) وویل، وسله والو ددغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د پاکستاني پوځیانو یو موقتي کمپ په راکټونو او د ټوپکو په ډزو په نښه کړ، چې په یوه پېښه کې لږ تر لږه درې پوځیان ووژل شول.

سمدستي ددغه بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه نښتې د خيبر پښتونخوا ايالت په لکي مروت ولسوالۍ کې شوي

دوو امنیتي مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې پاکستاني سرتیرو د پنجشنبې له شپې راهیسې د لکی مروت په ولسوالۍ کې چې د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده، د څو ساعتونو لپاره د بریدګرو سره په جګړه بوخت وو.

دوی زیاته کړه چې پدې شخړه کې لږ تر لږه درې سرتیري او یو شمیر وسله وال یاغیان وژل شوي دي. په پاکستاني سرتیرو هغه وخت برید وشو چې یوې پوځي اډې ته نژدې د نویو پوستو په جوړولو بوخت وو.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې د پیښې په اړه جزئیات نه دي ورکړي او سمدستي یې د تبصرې لپاره د رویترز غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا حکومتي چارواکو ته په یوه راپور کې، چې د رویټرز لخوا لیدل شوی، ویل شوي چې په دې برید کې د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوه نوې، لږه پېژندل شوې وسله واله ډله ښکیله وه. رویټرز اژانس په سمدستي توګه دا راپور نشي تائیدولی.

په دې قبایلي سیمو کې له ډیرې مودې راهیسې اسلامپال وسله وال فعال دي، چې په کې تحریک طالبان پاکستان شامل دي چې په پراخه کچه د پاکستاني طالبانو په نوم پیژندل کیږي.

پاکستاني طالبانو د دولت پر ضد جګړه پيل کړې او غواړي حکومت نسکور او یو سخت دریځه اسلامي نظام رامنځته کړي.

د پاکستان پوځ په سیمه کې څو ځله پوځي عملیات کړي، د اورپکو زیربناوې او شبکې یې له منځه وړي او د هغوی مشران یې اړ کړي چې ګاونډي افغانستان ته وتښتي.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دننه په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

د فرانس پریس د رپوټ له مخې، تحریک طالبان پاکستان (TTP) د افغان طالبانو څخه یو جلا تحریک دی خو دواړه یوه ګډه ایډیالوژي لري.

XS
SM
MD
LG