د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پوځيان: ترهګرو د ایران له خاورې څخه زموږ څلور سرحدي پوځیان وژلي


پاکستاني پوځیانو د شنبې په ورځ اپریل لومړۍ (وري ۱۲) وویل چې له ایران سره ددې هیواد پولې ته نږدې د وسله والو کسانو په برید کې ددغه هیواد څلور سرتیري چې په ګزمه بوخت وو، وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي "یوه ډله ترهګرو د پاکستان او ایران په ګډه پوله کې د ایران له خوا څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګزمې برید کړی دی."

په اعلامیه کې راغلي‌ دا برید د بلوچستان د کیچ سیمه کې شوی دی. تر اوسه هیڅ ډلې ددې برید مسولیت پر غاړه ندی اخیستی.

ایراني‌ چارواکو هم تر اوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی. د پاکستان بلوچستان د معدني سرچینو له پلوه ډیر شتمن دی او ګوادر بندر هم په همدې ولایت کې موقعیت لري. دا بندر په پاکستان کې د چینایانو په پانګونې سره پراخ شوی دی.

پاکستان کې د امنیتي بریدونو زیاتوالی

د پاکستان امنیتي چارواکو د مارچ په ۲۱ (وري لومړۍ) ویلي وو چې د اورپکو‌ په یو برید کې یې د استخباراتو یو جګپوړی غړی وژل شوی دی.

دغو چارواکو زیاته کړې د مصطفي بورکي په نامه د استخباراتو دغه چارواکی او د هغه چلونکی هغه مهال په خیبرپښتونخوا کې ووژل شول چې موټر یې د مشکوکو اورپکو له کمین سره مخ شو.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي مصطفي بورکي په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې ډیر ښکیل و. د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د اکثریت بریدونو مسولیت د پاکستاني طالبانو ډلي یا ټي ټي پي اخیستی دی.

د پاکستاني طالبانو ډله يا ټي ټي پي که څه هم له افغان طالبانو جلا ده خو دواړه ښې اړیکې او ډیر مشترک ارمانونه لري.

افغان طالبانو تیر کال د پاکستاني طالبانو او د اسلام اباد ترمنځ اروبند ټینګ کړ خو ټي ټي پي وروسته د پاکستان له حکومت سره اوربند مات کړ او د یاد هیواد په مختلفو برخو کې یې پر پاکستاني‌ پوځیانو خونړي بریدونه پیل کړي دي

XS
SM
MD
LG