د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې سږ کال درې کسان له ډېنګي تبې مړه شوي

د پاکستان د روغتیا ادارې د شمېرو ترمخه د اکتوبر تر درېیمې پورې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ډېنګي د مثبتو پېښو شمېر یو زر او ۲۲۲ ته رسېدلی دی.
د پاکستان د روغتیا ادارې د شمېرو ترمخه د اکتوبر تر درېیمې پورې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ډېنګي د مثبتو پېښو شمېر یو زر او ۲۲۲ ته رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د اکتوبر پر څلورمه (تله ۱۳) یو بل کس د ډېنګي تبې له امله ساه ورکړې چې له دې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه ايالت کې له ډېنګي تبې د مړو شويو کسانو شمېر دریوتنو ته رسېدلی دی.

د نوښار د قاضي حسېن احمد مېډیکل کمپلېکس روغتون ویاند میا کستیر شاه رسنيو ته ويلي چې د پورې نوښار ۲۴ کلن ځوان فیضان د اکتوبر په درېیمه هلته په مرګوني حالت کې ور وړل شوی وو چې بیا وروسته يې د همدې رنځ له امله ساه ورکړه. نوموړي زياته کړې چې په هغه روغتون کې په سپټمبر مياشت کې يوه ښځه او يو سړی هم د ډېنګي تبې له امله مړه شوي ول.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا چاواکو لا د ډېنګي له امله د مړو شويو کسانو په اړه څه نه دې ويلي، خو د روغتیا ادارې د شمېرو ترمخه د اکتوبر تر درېیمې پورې په دې ایالت کې د ډېنګي د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۲۲ ته رسېدلی دی چې پکې له ۷۰۰ زیات کسان بېرته رغېدلي هم دي.

روغتیاپالان وايي، ډېنګي ناروغي د "ايډيس" په نامه د غوماشو د چيچلو له امله پيدا کېږي. دا غوماشې په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي. دا ډول غوماشې سهار د لمر ختو او ماښام د لمر لوېدو مهال ډېرې فعال وي.

ډینګي یو داسې ناروغي ده چې میکروب یې له یوه ناروغ څخه بل ته د غوماشي له لارې انتقالېږي. ډېنګي تبه په لومړي ځل په ۱۹۹۴کال کې په پاکستان کې ګډه شوه او تر هغه وروسته دغې ناروغۍ وخت په وخت د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې ګڼ خلک وځپل.

د حشراتو پوهان یا انټامالوجیسټس وایي چې خلک باید د ډېنګي غوماشي وپېژني. د دې غوماشي پر بدن سپین ټکي وي. د ډېنګي تبې نښې دا دي چې پر سړي سخته تبه راځي، سر یې درد کوي، له خولې او له نسه شي او پر بدن یې سرې دانې وخېژي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG