د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ ۳ پېښې ثبت شوي


روغتیايي مسئولین وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې نن یکشنبه د هلمند ولایت په رېګ ولسوالۍ کې ثبت شوي دي.

په جنوب کې د پوليو پرضد د مبارزې د بېړنیو اقداماتو د مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا نن یکشنبه جون ۲۸ (چنګاښ۸) امریکا غږ ته وويل چې په ګوزڼ وهلو ماشومانو کې دوه هلکان او یوه هم نجلۍ شامل دي چې ټول د رېګ ولسوالۍ اوسیدونکې دي.

ډاکتر عبدالقیوم پخلا وويل: "د پوليو نوې پېښې ټولې په هلمند ولایت کې او بیا په یوه مشخصه سیمه یعني رېګ ولسوالۍ کې رامنځته شوي پدغو ګوزڼ وهلو ماشومانو کې یوه د ۱۳ میاشتنو په عمر ماشومه انجلۍ، یو د ۱۸ میاشتو ماشوم هلک او دریم هم د ۲۴ میاشتنو ماشوم هلک دی دوی کور په کور واکسین نه دی تر لاسه کړی."

رېګ د هلمند ولایت په جنوب کې له نا امنیه ولسوالیو څخه بلل کیږي چې د واکسین پر ضد کمپاینونه له تیرو دو کالو راهیسې پکښې کور په کور نه دي تر سره شوي.

بلي خواته د پوليو له پروګرام سره همکار مرسته کوونکې بنسټونه وايي چې په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ نوې پېښې د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ رامنځته کړی.

په افغانستان کې د یونسیف د پولیو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ ته وویل چې د ګرمۍ په موسم کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې زیاته خپریږي چې دا د نویو پېښو د رامنځ ته کیدو ګواښ لا پسي زیاته وي.

سید کمال شاه وويل:"نوي پېښې دا ښيي چي ګوزڼ لاهم د ميلیونونو ماشومانو روغتیا ته لوی خطر دی په جنوب کې د زیاتو پېښو موجودیت ښيي چې دلته د یادې ناروغۍ موجودیت زیات دی خو کورنۍ دي پدې برخه کې له شته امکاناتو څخه د خپلو ماشومانو د وقايې لپاره ګټه واخلي."

پدې سره په جنوبي ولایتونو هلمند، کندهار، زابل او ارزګان کې د یادي ناروغۍ د ټولو پېښو شمېر ۱۶ ته لوړ شو او په ټول هیواد کې يې بیا شمېر ۲۶ ته پورته شو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له پاتې پېښو څخه دوې یې د هیواد په ختیځ، څلور د هیواد په لودېځه حوزه، یوه پېښه د شمال د بلخ ولایت او بله پېښه هم د بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.

دا مهال په ټول افغانستان کې د کرونا وبا له کبله د پوليو پرضد کمپاینونه دریدلي دي خو په روغتیايي مرکزونو کې د پخوا په څېر اوس هم ماشومانو ته د پوليو پرضد واکسین عملي کیږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو په اساس تیر میلادي کال په دغه هېواد کې د پولیو ۲۹ پېښې ثبت شوې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG