د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې د پاکستان دری عسکر وژل شوي


شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ٢٠٠٣ کال راهیسې عملیات کوي
شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د ٢٠٠٣ کال راهیسې عملیات کوي

په شمالي وزیرستان کې په یوې بمي چاودنې کې د پاکستان دری عسکر وژل شویدي.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې دری تنه پوځیان هغه وخت ووژل شول چې د سړک په غاړې یوه بمي چاودنه وشوه. په دغه پیښه کې یو عسکر زخمي شوی هم دی.

د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې دغه عسکر په وزیرستان کې د گزمې په مهال په نښه کړل شویدي خو پدی اړه یې نور تفصیل ور نکړ.

تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستې.

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې تیره اونۍ هم د پاکستان د پوځ څلور تنه عسکر وژل شویدي چې مسولیت یې د حزب الاحرار په نوم ډلې په غاړه اخیستې و.

د پاکستان پوځ د هغې نه وروسته چې په دغه سیمې کې یې د 'ضرب عضب' په نوم عملیات پیل کړل، دا ادعاگانې کوي چې ترهگرو ته یې ماتې ورکړیده.

XS
SM
MD
LG