د لاس رسي وړ اتصالات

د وزیرستان خلک نويو اخطارونو اندیښمن کړي


د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې طالبانو خبرپاڼې خپرې کړیدي چې یې پکې د دغه سیمې اوسیدونکو ته خبردارې ورکړیدی

په وزیرستان کې په خپرې شوو خبرپاڼو کې ښځو کارکوونکو ته او په خاصه توگه د پولیو د واکسین کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شویدی.

په دغه خپرو شوو اعلان پاڼو کې دا هم ویل شویدي چې که د چا په دکان، کور یا د واده په مراسمو کې موسیقي وغږول شوه نو په هغوي به بمي بریدونه وکړي او دا چې د طالبانو جاسوسان هر ځای موجود دي نو څوک دې دا نه گڼي چې هغوي نه خبریږي.

طالبانو ښځو ته هم خبرداری ورکړیدی چې د کورونو نه دې د باندې نه ووځي او په خاصه توگه یې د پولیو د واکسین کارکوونکو ته خبرداری ورکړیدی چې دغه څاڅکې دې ماشومانو ته نه ورکوي کنه نو د ډیرو بدو عواقبو سره به مخ شي.

طالبانو دا هم اعلان کړیدی چې په شمالي وزیرستان کې به ډیر ژر یو ځلې بیا خپل عملیات شروع کړي او ویلي یې دي چې که چا په طالبانو جاسوسي وکړه نو سخته سزا به ورکړي.

دا لا تر اوسه نه ده تائید شوی چې دغه اعلانونه تحریک طالبان خپاره کړیدي او کنه بل څوک یې مسول دي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي خبریال صفدر داوړ امریکاغږ ته وویل چې د دغه اعلانونو د خپریدو نه وروسته خلک سخت ویریدلي دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي چې حکومت د دغه اخطارونو په اړه تحقیقات کوي. هغه وویل چې د اندیښنې وړ خبره نه ده او حکومت به د پولیو د ختمولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG