د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینې: ټیلرسن د روژه ماتې میلمستیا نه کوي


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن

پرون د جمعې په ورځ ( مۍ ٢٦) د امریکا دوو چارواکو د نوم نه څرگندولو په شرط رویټرز ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د روژې د میاشت د درناوې په خاط‏ر د میلمستیا د مراسمو خواست رد کړی.

د امریکا دواړه سیاسي گوندونه دغه میلمستیا د شاوخوا ٢٠ کلونو راهیسې کوي. دا به د شلو کلونو په مودې کې لومړې ځل وي چې دغه میلمستیا ونشي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي او د دیموکرات گوند دواړه د ١٩٩٩ کال نه راپدیخوا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا هر کال د روژه ماتې ډوډۍ او یا د کوچني اختر میلمستیا کوي.

د امریکا دوو تنو چارواکو ځکه د خپلو نومونه د څرگندولو نه ډډه کړې چې هغوي په دی هکله د مطبوعاتو سره د خبرو اجازه نه لري. دغو چارواکو وویل چې ټیلرسن د بهرنیو چارو د وزارت د مذهبي او نړیوالو اړیکو د دفتر هغه خواست رد کړ چې د کوچني اختر د لمانځنې د پاره یې ورته وړاندې کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د دغې پریکړې نه وروسته داسي بریښي چې سږ کال به دغه مراسم ترسره نشي.

مسلمانان د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې د یکشنبې په ورځ روژه او عبادتونه شروع کوي.

کله چې رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نه د ټیلرسن د پریکړې په هکله وپوښتل نو هغه وویل "مونږ اوس هم د وړوکي اختر د مراسمو د لمانځنې لپاره لارې چارې لټوو. مونږ د امریکا سفیران هڅوو چې د بیلا بیلو فعالیتونو سره د روژې میاشت ولمانځي. دغه سفیران د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د روژې میاشت لمانځي."

د کانگرس غړي، د مسلمانانو د مدني ټولنې او نور د ټولنې مشران، د اسلامي هیوادونو دیپلوماتان او د متحده ايالاتو لوړ پوړي چارواکې معمولا د بهرنیو چارو په وزارت کې د روژې په میاشت کې په دغه پروگرام کې به ېې گډون کوي او دا کار د اسلامي هیوادونو او د خلکو سره د متحده ايالاتو حکومت د ډيپلوماتيکو هڅو يو سمبول گڼل کیده.

د امریکا یوه پخوانۍ ډیپلوماټې فارا پنډت چې بوش او د اوباما په حکومتونو کې کار کړي او دغه راز ېې د امریکا په بهرینو چارو وزارت او سپنې ماڼي کې د روژي د میاشتې په مناسبت د پلانونو په ترتیبولو کې مرسته کړې وویل، که ټیلرسن دی کال داهغسي یو پروگرام نیول له پامه وغوځوي نو دا کیداسی دا پیغام واستوي،،،د دغه حکومت دپاره مهمه نه ده چې د مسلمانانو سره ناسته ولاړه وکړي،،.

خو د بهرینو چاور وزیرریکس ټیلرسن د جمعي په ورځ د روژي د میاشتي د پیل په مناسبت یوه بیان خپور کړي چې په هغه کې ېې د روژي میاشت د شکرایستلو، سخاوت او د ځان د انعکاس یو عمل وبللي.

مسلمانان فعالین د امریکا په ولسمشر ټرمپ تور لگوي چې د اسلام سره تبعیض کوي. هغوي وایي چې د هغه ملکونو په اتباعو، چې اکثریت یې مسلمانان دي، امریکا ته په سفر د بندیز کوښښ هم دا ښیی چې هغه د مسلمانانو سره تبعیضي چلند کوي.

د ټرمپ حکومت وایي جې هغوي د سختدریځه مسلمانانو ضد دي خو د اسلام سره څه مسئله نه لري.

XS
SM
MD
LG