د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د سفر د منع فرمان پر سر د قضا او اجرائیه قوی لانجه


د سانفرانسیسکو د محکمې د ودانۍ پر وړاندې یو شمیر مظاهره کوونکي د اوو هیوادونو اوسیدونکو ته د ویزې د محدویتونو په اړه خپل اعتراض څرگندوي
د سانفرانسیسکو د محکمې د ودانۍ پر وړاندې یو شمیر مظاهره کوونکي د اوو هیوادونو اوسیدونکو ته د ویزې د محدویتونو په اړه خپل اعتراض څرگندوي

تمه ده چې د امریکا یوه فدرالي مرافعه محکمه په روانه اونۍ کې د مهاجرت په اړوند د امریکا د جمهور رئیس د فرمان د تعلیق او یا پلي کیدو په هکله تصمیم ونیسي.

د دونالد ټرمپ اجرایي فرمان د امریکا متحده ایالاتو ته د اوو هیوادونو د اوسیدونکو په راتگ باندې چې اکثریت یې مسلمانان دي د ٩٠ ورځو لپاره محدودیتونه لگوي. دغه فرمان د واشنگټن ایالت د یوې فدرالي محکمې له لورې رد شوی دی.

ددغه فرمان له انفاذ وروسته، د واشنگټن ایالت د سیاتل د ښار فدرال قاضي جیمز روبارت، ددې ښار د وکیلانو شکایت وڅیړه چې دغه فرمان یې د واشنگټن ایالت په ضرر گڼلی و. د مینو سوتا ایالت هم شکایت وکړ او ورته ادعا یې مطرح کړه.

مرافعه محکمه

جمهور رئیس ټرمپ ددغه قاضي حکم محکوم کړ او خپل حکومت ته یې امر وکړ چې مرافعه وغواړي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د فدرال قاضي نظر "احمقانه" دی او د هغه حکم په متحده ایالاتو کې د قانون د نه پلي کیدو سبب کیږي.

اوس د مرافعه محکمې درې قاضیان د تصمیم نیولو په حال کې دي چې آیا دغه اجرایي فرمان بیرته نافذ شي او که نه.

دغو قاضیانو د سه شنبې په مازیگر د تیلیفون له لارې د واشنگټن او مینوسوتا ایالتونو د استازو استدلال واورید چې ویل یې امریکا ته د بهرنیانو په راتگ بندیز د امریکا د اساسي قانون سره مغایرت لري او باید لغوه شي.

خو د امریکا د عدلیې وزارت استازی استدلال کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس صلاحیت لري چې دا ډول اجرایي فرمان صادر کړي چې د هیواد ملي امینت وساتي.

د امریکا د عدلیه وزارت استازی اگوست فلینتج، د حکومت په دفاع له مرافعه محکمې وغوښتل چې د فدرالي قاضي حکم لغوه کړي چې د ویزو پر ورکړې باندې بندیز بیرته پلی شي.

پرته له دې چې ددې دعوا نتیجه به څه وي، دا قضیه کیدای شي چې د امریکا عالي محکمې ته چې د متحده ایالاتو تر ټولو لوړ مقام دی، وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG