د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې سبا اعلانیږي ـ سرچینې

د افغانستان په ټاکنو کمېسیون کې ځیني سرچینې وايي، ټاکل شوې سبا یکشنبه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

دغه سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي د شنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې نن شنبه د ۷ ولایتونو د شمېرل شوو رایو پایلې کمېسیون ته سپارل کېږي، چې وروسته به لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون لخوا د اوو ولایتونو د بیا شمېرنې بهیر د تېرې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدی.

د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د تقلب ادعاوې وشوې چې له کبله یې د ټاکنو پایلې تر دې دمه پورې وځنډیدلې.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې په ګډون، ځینو نوماندانو د هغو ۳۰۰ زرو رایو د لرې کولو په اړه اعتراض وکړ چې د دوي د ادعا په اساس ښايي بایومتریک شوې نه وي.

خو ښاغلي عبدالله په دې وروستیو کې له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د ټاکنو کمیسیون ته د پاتې اوو ولایتونو د رایو بیا شمیرلو اجازه ورکړي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې له تر سره کېدو یې نژدې درې میاشتې تېریږي خو تر دا مهاله یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG