د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: بنګله دېش سري لانکا ته ماتې ورکړه


بنګله دیش د نجم الحسین شانتو د ۹۰ منډو او کپتان شکیب الحسن د ۸۲ منډو په مټ د سري لانکا د ۲۸۰ منډو هدف په ۴۱ اورونو کې پوره کړ.
بنګله دیش د نجم الحسین شانتو د ۹۰ منډو او کپتان شکیب الحسن د ۸۲ منډو په مټ د سري لانکا د ۲۸۰ منډو هدف په ۴۱ اورونو کې پوره کړ.

د کرکټ په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ نومبر شپږ (لړم ۱۵) بنګله دېش د دریو ویکټو په توپیر سري لانکا ته ماتې ورکړه.

د هند په ډهلي کې بنګله دېش ددې ۵۰ اوریزې لوبې پچه وګټله او سري لانکا یې لومړۍ توپ وهونې ته وبلله. د سري لانکا ټول لوبغاړي تر وروستي اوور پورې وسوځېدل او مقابل لوري ته یې د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه.

بنګله دیش د نجم الحسین شانتو د ۹۰ منډو او کپتان شکیب الحسن د ۸۲ منډو په مټ دغه هدف په ۴۱ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

شکیب الحسن د توپ اچولو په برخه کې په لسو اورونو کې ۵۷ منډې ورکړې، دوه لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړي ونومول شو.

د بنګله دیش توپ اچوونکي تنظیم حسن شکیب د مخالف لوري درې لوبغاړي او شرف الاسلام دوه لوبغاړي وسوځول.

د سري لانکا دپاره چریت اسالانکا په ۱۰۵ توپونو ۱۰۸ منډې وکړې. پرانیستونکي توپ وهونکي پاتم نیسانکا او سدیرا سماراویکراما په خپل وار ۴۱-۴۱ منډې وکړې.

د سري لانکا توپ وهونکی انجلو متیوز په ټاکلي وخت لوبې ته د نه چمتو کېدو له کبله، د امپایر له خوا لوبې ته پرې نښودل شو.

د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون له مخې، د یو توپوهونکي د سوځېدو وروسته، بل لوبغاړی باید په دوو دقیقو کې ځان توپ وهنې ته چمتو کړي. د نړیوال کرکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دغه قانون په لوبغالي کې پلی کیږي.

د سري لانکا توپ اچوونکي دیشان مادوشنکا د بنګله دېش درې لوبغاړي وسوځول. د سري لانکا توپ اچوونکو ماهیش تیکشانا او انجلو ماتیوز هم دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

بنګله دیش او سري لانکا دواړو د روان نړیوال جام په لومړي پړاو کې تر اوسه اته-اته لوبې کړي او یوازې دوه-دوه یې ګټلي دي.

افغانستان په دغه جام کې تر اوسه اووه لوبې کړي، څلور یې ګټلي او د لسو لوبډلو په کتار کې شپږم مقام لري.

افغانستان سبا له استرالیا سره لوبه لري او د جمعې په ورځ (نومبر ۱۰) د جام د لومړي پړاو خپله وروستۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG