د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: هند جنوبي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه


د کرکټ په نړیوال جام کې د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴مه) هند جنوبي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې ۵۰ اوریزه سيالۍ کې چې د هند د کلکتې په 'ایډن ګارډن' لوبغالي کې وشوه، د هند لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ٥٠ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۲۷ منډو هدف وټاکه.

په دې سیالۍ کې د هند لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې، ویرات کوهلي وکړلې. هغه په ۱۲۱ توپونو کې ۱۰۱ منډې وکړې‌ او د لوبې تر پایه ونه سوځید. دا په یوې ورځنیو لوبو د کوهلي ۴۹مه سلیزه هم وه.

خو د جنوبي افریقا لوبډله د هند د توپ اچوونکو د غوره بالینګ له امله ټاکل شوي هدف ته په رسیدو کې په لوی توپیر سره پاتې راغله.

د دغه لوبډلې د سر لوبغاړي یا اوپنران کوینټن ډي کاک په پنځو منډو او لوبډلمشر تیمبا په ۱۱ منډو وسوځیدل او نور لوبغاړي و نه توانیدل چې تر ۱۴ زیاتې منډې و کړي.‌

په نننۍ لوبه کې د هند لپاره راویندرا جادیجا د جنوبي افریقا پنځه، کلدیپ یادوف او محمد شامي هر یو، دوه دوه او محمد سراج یو لوبغاړی وسوځاوه.

همداراز د دغې لوبې غوره لوبغاړی د هند د کرکټ ملي لوبډلې وتلی ستوری، ویرات کوهلي شو.

هند چې له وړاندې د روان جام نیمه پایلوبې ته وتلی دی،د جنوبي افریقا په ماتې سره، یې پواینټونه ۱۶ شول او د لسو لوبډلو د جدول سر کې ځای لري.

بلخوا، افغانستان په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ له اسټرالیا سره لوبه لري. دا لوبه چې دوه پواینټونه یا نمرې لري، نیمه پایلوبې ته د رسیدو لپاره دواړو لوبډلو ته ځانګړی اهمیت لري.

نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره اسټرالیا دوه او افغانستان څلور پواینټونو ته اړتیا لري.

افغانستان تر دې دمه له اسټرالیا سره په درې پنځوس اوریزو لوبو کې مخامخ شوي او درې واړه یې بایللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG