د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني او هالنډ د بهرنیو چارو وزیران ناببره اوکراین ته تللي 


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره د بوچا ښارګوټی د لیدلو پر مهال
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره د بوچا ښارګوټی د لیدلو پر مهال

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالیما بایربوک او د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر اوپکا هویکسترا د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوایي ۲۰) د یو ناببره سفر په ترڅ کې د اوکراین د پلازمینې کیف شاوخوا جنګ ځپلې سیمې وکتلې.

د جرمني او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو سفر دمخه نه و اعلان شوی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د بوچا ښارګوټی ولیده چې په کې د روسي ځواکونو د یرغل په وخت د جنګي جنایتونو او بشریت ضد جنایتونو رپوټونه ورکړل شوي او د لسګونو ملکي وګړو مړي په کې يه ډله ییزو قبرونو کې موندل شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې لیکلي چې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره یې یو ځای «په کیف کې د اوکراین د حکومت له چارواکو سره وکتل.» ښاغلي هویکسترا د بوچا ښارګوټي ته څیرمه یو بل ښارګوټی هم ولیده چې په کې روسي ځواکونه په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره همداشان د اوکراین اودیسه ښار ته هم ولاړه. پدې ښار باندې تیره شپه روسي ځواکونو د میزایلو برید کړی چې په کې څو ودانۍ ویجاړې شوي او یو مارکیټ سوځیدلی دی. په برید کې یو تن وژل شوی دی. ددې برید څخه څړ ساعته دمخه د اروپایي ټولنې د شورا رئیس چارلس میکل دغه ښار ته تللی و.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په بوچا کې د محلي خلکو سره له خبرو وروسته وویل بوچا هغه ځای دی چې «سخت جنایتونه په کې شوي چې تصور یې نه کیږي.»

هغې ژمنه وکړه چې ددې کار د مسولینو سره به «حساب کتاب» وشي. هغې زیاته کړه چې «هیڅوک دغه درد نه شي لرې کولای...خو کولای شو عدالت تامین کړو.»

له بلې خوا د اوکراین د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویریشچوک د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۰ وویل چې د روسي ځواکونو تر کنترول لاندې ماریوپول ښار کې د ازوفسټال د فولادو په فابریکه کې لا هم څه دپاسه ۱۰۰۰ اوکرایني ځواکونه پاته دي چې په وینا یې په سلګونو یې ټپیان شوي دي چې سمدستي باید ړایستل شي.

د ازوفسټال فابریکه د ماریوپول په ویجاړ شوي بندري ښار کې د اوکراین د مقاومت وروستی مرچل دی چې برخلیک یې د روسیې له یرغل راهیسې په پراخه جګړه کې سمبولیک ارزښت لري.

د اوکراین د صدراعظمې مرستالې ړړیل چې د اونۍ په پای کې ټولې ښځې، ماشومان او ډیر عمر لرونکي کسان د ازوفسټال د فولادو له فابریکې څخه د ملګرو ملتونو او سره صلیب په همغږۍ د بشردوستانه ماموریت په ترڅ کې وایستل شول.

XS
SM
MD
LG