د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا صدراعظم: پوتین د "ناوړه جنګي جرمونو" مسؤل دی


د کاناډا صدراعظم د اوکراین د جمهور رئیس سره په ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخیسته.
د کاناډا صدراعظم د اوکراین د جمهور رئیس سره په ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخیسته.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو یکشنبه مۍ ۸ (غوایي۱۸) په اوکراین کې وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د "جنګي جرمونو" مسؤل دی او باید حساب او کتاب ورسره وشي.

ښاغلي ټروډو دا څرګندونې په کیف کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره د ملاقات څخه وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې وکړلې.


د کاناډا صدراعظم همدارنګه د جي-۷ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې هم ګډون کړی و او پدې وغږیدل چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د کیف سره څه ډول ملاتړ وشي.

جسټن ټروډو همدارنګه د اوکراین پایتخت کیف سره نږدې د ارپین ښار وکوت چې د روسي او اوکرایني ځواکونو تر منځ د جګړو له کبله سخت زیانمن شوی.

د کاناډا مشر په خبري کنفرانس کې وویل، "د روسیې د غیر قانوني جګړې ظلم مې پخپلو سترګو ولید".

د ښاغلي ټروډو څخه وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتریش هم د ارپین ښار ته تللی. د روسیې په ځواکونو تور دی چې پدې ښار کې سل ګونه عام خلک وژلي دي.

د کاناډا د صدراعظم سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیره میلاني جولي هم تللې وه او په پایتخت کیف کې په سیاسي استازولۍ کې د خپل هیواد بیرغ پورته کړ.

جسټن ټروډو پدې هکله وویل، "کاناډا نن خپل فعالیت بیرته په کیف کې پیل کړ".

د کاناډا دا جګپوړي چارواکي پداسې حال کې کیف ته تللي و چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن میرمن جل بایډن هم دې هیواد ته په سفر چې د مخکې نه اعلان شوی نه و، تللې او د جګپوړو چارواکو سره یې کتلي.

میرمن بایډن د روسیې د یرغل له کبله دغو بې ځایه شویو اوکراینۍ میندو ته وویل چې د امریکا خلک ورسره د زړه له اخلاصه ولاړ دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس نوموړې د موټرو په یو تمځای کې،‌ چې اوس د کډوالو د چارو د بهیر د ارزولو په ۲۴ساعته مرکز بدل شوی له اوکرینۍ میندو سره ولیدل او اوږدې خبرې یې ورسره وکړې.

جیل بایډن همدغه راز په سلواکیا کې هغه ښوونځي ته ولاړه چې د اوکراین ماشومان په کې زده کړې کوي. هغې هلته د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو رسولو چارې هم ولېدلې. د امریکا د ولسمشر میرمن په څلور ورځني سفر لویدیځې اروپا ته تللې ده چې اوکرایني کډوالو او د هغوی کوربانه هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې امریکا ورسره ده.

ملګري ملتونه وايي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله څه باندې ۵.۸ میلیون اوکراینیان بېځایه شوي چې شاوخوات۷۴۰۰۰ یې په سلواکیا کې مېشت شوي.

XS
SM
MD
LG