د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ستره محکمه د مسلمانانو په ضد د کرکې د مسلې په هکله اقدام کوي


د هند سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲ (مرغومي ۲۲) وویل چې دوی به د سخت دریځه هندو مذهبي مشرانو په ضد عرض واوري چې تیره میاشت یې په یوه سري غونډه کې د مسلمانانو پر ضد سختې پاروونکې ویناوی کړي دي.

د هند د سترې محکمې درې قاضیانو ویلي دي چې دوی د اوتراکند ایالت حکومت ته یاداښت استوي چې راتلونکې اونۍ به دغه مسله وپلټي.

د اوتراکند ایالت پولیسو تیره میاشت ویلي وو چې د هغو سخت دریځه هندوانو په هکله یې پلټنې پیل کړي چې په یوه غونډه کې يې پر هندوانو د مسلح کیدو غږ کړی چې پدې هیواد کې په ډله ییزه توګه مسلمانان ووژني. پولیسو ویلي چې تورنو کسانو نه یې پوښتنې کړي خو په دې اړوند یې څوک ندي نیولي.

د اوتراکند ایالت د هند د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپاله بهاراتیا جنتا ګوند له خوا رهبري کیږي چې په ۲۰۱۴ کې په هند کې واکمن شوی او په ۲۰‍۱۹ کې بیا انتخاب شوی دی.

د بهارتیا جاناتا ګوند په ۲۰۱۴ کې له واکمن کیدو راهیسې د مسلمانانو او نورو لږکیو د ځورونې لپاره د هندو سخت دریځو په هڅونه تورن شوی دی؛ هغه تور چې دغه ګوند یې تل ردوي.

د هند د اکثریت هندو میشته ټولنې د ۱.۳۸ میلیارد نفوس ۱۴فیصده مسلمانان دي.

د «بار اینډ بینچ» په نامه د هند د حقوقي خبرونو آنلاین پاڼې په وینا، په یوه عریضه کې چې د متقاعد قاضي آنجانا پراکاش له لورې وړاندې شوې ویل شوي هغه ویناوی چې تیره میاشت د سخت دریځه هندو ډلې په غونډه کې شوې «نه یواځې ددې هیواد یووالي او تمامیت ته ګواښ پیښوي بلکې ددې هیواد د میلیونونو مسلمانانو ژوند ګواښي.»

د هند پولیسو د جنورۍ په شپږمه (مرغومي ۱۶) ویلي وو چې د یو آنلاین اپلیکیشن د جوړولو په تور یې څو تنه نویلي دي چې د هند د مشهورو مسلمانو ښځو تصویرونه یې په آنلاین «بولي» کې ایښول.​

د بشري حقونو فعالین او د مسلمانانو ټولنو مشران وایي دا قضیه د کرکې یو څرګند برید دی چې پدې هیواد کې اقلیت مسلمانې ټولنې ته متوجه دی.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د اسیا او آرام سمندر د برخې رئیس دانیل بسترډ د مسلمانو ښځو د آنلاین «بولي» په نامه د آپلیکیشن په اړه ویلي وو چې: «مونږ د هندي مقاماتو څخه غواړو چې ددغه ډول آپلیکیشن مسول کسان عدالت ته کش کړي. که په وړاندې یې اقدام ونشي دا به د ځورونې په یوې سختې بڼې باندې سترګې پټول وي، د ګواښ هغه بڼه چې د ژورنالیستانو د ټولې ټولنې په وړاندې تبعیض دی چې هدف شوي کسان د فزیکي بریدونو سره مخامخ کوي.»

XS
SM
MD
LG