د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د تورخم دروازه له څو ساعتونو تړل کېدو وروسته د ترانزیټ مالونو پر مخ بیرته پرانیستل شوه

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله چې د چهارشنبې په ورځ دسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) د پاکستاني سرحد ساتونکو له خوا د مالونو د لیږدوونکو لاریو پر مخ تړل شوې وه، له څو ساعتونو وروسته بیرته پرانیستل شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولين وايي، دغه لاره يوازې د مالونو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې وه او مسافرو کولای شول چې له دې لارې تګ راتګ وکړي.

په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله د لارې د بندیدو علت د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د افغانستان په خاوره کې د یوې نوې دروازې د جوړیدو مخنیوی بللی و.

مولوي یعقوب ویلي چې تیره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان طرف ۲۰ متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه ونیوله.

مولوي یعقوب ویلي : "خو پاکستاني لوري د روازه د ترانزیټ پرمخ وتړله."

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې ددې ستونزې حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوی چمتو دي تر څو ستونزه د خبرو له لارې حل شي. خو د راپورونو له مخې لاره د چهارشنبې د سهار راهیسې تړلې ده او تراوسه د دواړو خواو ترمنځ د لارې د بیرته پرانیستلو په اړه کومه پریکړه نه ده اعلان شوې.

پاکستان لا تراوسه د لارې د تړل کیدو او دا چې دا چې ولې دا لار تړل شوې څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار د سوداګریزو توکو د انتقال پرمخ تړل کیږي.

دا لارد تیر نومبر د میاشتې په ۲۱ (لړم۳۰) هم پاکستاني مقاماتو د ترانزیټي سوداګرۍ په مخ بنده کړې وه، چې بیابېرته په همغه ورځ پرانیستل شوه.

پاکستان د نومبر په میاشت کې دا لار دغه هیواد ته په پاسپورټ او ویزه پرته پر افغانانو باندې د سفر د بندیز د پریکړې پراساس بنده کړې وه. هغه مهال پاکستاني سرحدي چارواکو د افغان لاریو د ډرایورانو څخه غوښتي و چې پاکستان ته د سفر پر مهال باید ددغه هیواد ویزه ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي چې دمخه به افغان ډرایوران تر پیښور او پاکستاني ډرایوران د جلال اباد پورې د پاسپورټ او ویزو پرته تګ راتګ کاوه.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د اپټا د قانون له مخې دواړه هیوادونه په تړون کې د هر ممکنه بدلون په اړه باید درې میاشتې دمخه یو بل ته خبر ورکړي.

هغه وویل، چې پاکستان حکومت د خپلو نویو کړنلارو د پلي کولو په اړه پرته د مخکینۍ اطلاع څخه دا نوې مقررات وضع کوي.

د تورخم لار په داسې حال کې تړل شوې چې د بلوچستان په ایالت کې د چمن – سپین بولدک په لار هم د پاکستان د حکومت له له خوا د سرحد دواړو خواو ته په تګ راتګ د نوو کړنلاړو د اعلان په مخالفت کې د سیمې اوسیدونکود څو اونیو راهیسې پرلت پیل کړی دی.

دا پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې سره د مخالف لپاره چې له مخې یې په دغې لارې باندې له ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي اعتراضونه پیل کړي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG