د لاس رسي وړ اتصالات

د بامیانو د ړنګو شویو مجسمو نوې بڼه

په دې اونۍ کې د نیویارک په ښار کې د بودا یوه نوې دنگه مجسمه چې د های لاین پارک د هنرمند توان انډریو نګوین لخوا جوړه شوې، نندارې ته وړاندې شوه.

د ۲۷ فوټو په لوړوالي دا ډبرینه مجسمه د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵) د خلکو د نندارې لپاره وړاندې شوه. ټاکل شوې ده چې دا مجسمه به د ۱۸ میاشتو لپاره د نیویارک په عامه پارک کې پاتې شي.

نګوین د جمعې په ورځ (د اپریل ۲۴مه) رویټرز ته وویل: "دا له شګلنو ډبرو څخه جوړه شوې چې موږ له ویتنام څخه راوړې، خو لاسونه یې د توپونو د تشو گولیو د برنجي موادو څخه جوړ شوي دي چې موږ له افغانستان څخه ترلاسه کړي دي.

« دا کار په افغانستان کې د شپږمې پیړۍ د بامیانو لویو بوداګانو ته د درناوي په خاطر شوې دي، کوم چې یوه یې ۳۵ او بله یې د ۵۳ متره لوړوالي درلود چې د بامیانو د درې په شګلنو ډبرو کې کیندل شوي و، او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو لخوا ویجاړ شول.»

نگوین د هنر له لارې د نیویارک په مشهورو عامه ځایونو کې، له یاده وتي یادګارونه بیا تصویروي تر څو بیرته د خلکو په حافظه کې ژوندي وساتل شي او له ورکیدو وژغورل شي.

"نو زما کار په حقیقت کې له جگړې وروسته حالت ، بې ځایه کیدو او استعمار یو ډول ته کتنه کوي."

"د دې ډول ویجاړۍ وروسته ددې مجسمو لیدل او د دې په اړه فکر کول به څه معنی ولري که چیرې موږ نوې مفکوره په یو شي باندې پلي نکړو ، دا به موږ سره د تاریخ د له منځه تللو په مخنیوي او پدې اړه فکر کولو کې مرسته وکړي.

های لاین یو عامه پارک دی چې د منهاټن په لویدیځ اړخ کې پر پخوانۍ ریل پټلۍ باندې جوړ شوی دی. د 1.45 میله په اوږدوالي، دا سیمه د نیویارک یو له مشهورو پیژندل شویو ځایونو څخه ګڼل کیږي، چیرې چې باغونه، ښار، او معاصر هنر د سړکونو د پاسه سره یوځای کیږي.

د بودا مجسمه به په هغه ځاې کې چې د لویو عامه هنري کارونو لپاره وقف شوی دی، ودریږي، او ورسره به دې ته زمینه برابره شي چې نیویارک د پراخ نړیوال لرغوني تاریخ سره ونښلوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG