د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین ترمنځ د تجارتي جګړې اوربند


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چین له جمهوررئیس شي جنپنگ سره په دوه اړخیز مجلس کې لیدل کېږي. بونیس ایرس، ارجنتاین، د ډیسیمبر اوله، ٢٠١٨ م کال.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چین له جمهوررئیس شي جنپنگ سره په دوه اړخیز مجلس کې لیدل کېږي. بونیس ایرس، ارجنتاین، د ډیسیمبر اوله، ٢٠١٨ م کال.

ددواړو هېوادونو ترمنځ د ٩٠ ورځو د تجارتي جگړې اوربند، د شنبی په ماښام د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جنپنگ ترمنځ له ماښامنۍ نه وروسته منځته راغی.

له دغې ماښامنۍ نه مخکې ولسمشر ټرمپ وویل دی د چین له ولسمشر شي جنپنګ سره "ډېرې خاصې" اړیکې لري او راتلونکو خبرو ته سترګې په لار دی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل دی فکر کوي چی همدا به یو بنیادي دلیل وي چې ښايي یوې داسې روغې جوړې ته سره ورسېږو چې د چین او متحدو ایالاتو دواړو لپاره ګټوره وي، موږ د دې ډېر قدر کوو.

د چین د تجارت وزارت مرستیال وانګ شو وین د شي جنپنگ او ډونالد ټرمپ د ماښامنۍ نه وروسته خبریالانو ته وویل چې دواړه مشران یوې ډېرې مهمې موافقې ته سره ورسېدل او هغه داده چې تردې وروسته به نورې تعرفې د یو بل پر اموالو نه لګوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا په هرڅه کې اول بهرنۍ پالیسۍ له شعار سره د جي شل هېوداونو غونډې ته ولاړ، نتیجه ېې د ډېرو کمو مهمو موافقو منځته راتلل دي.

خو سره له دې ېې هم د متحدو ایالاتو او چین د تجارتي جنجال د اوارولو په خاطر درې میاشتنی اوربند وکړ.

د دغو دواړو سترو هېوادونو ترمنځ تجارتي جنجال د نړۍ مالي مارکېټونه ولړزول او د نړۍ اقتصادي وده ېې هم له ګواښ سره مخامخ کړله.

که څه هم په نړۍ واله کچه د ملت پالنې څپې زیاتې شوي دي، خو سره له دې هم د جي شل هېوادونو په سر مشریزه غونډه کې د نړۍ والې همکارۍ لپاره هڅې وشوې چې په داسې جنجالي مسایلو لکه کډوالۍ او تجارت باندې مخالفتونو نه ډډه وشي.

د هوا د بدلون په مسله کې امریکا له نوروسره موافقه څرګنده نه کړله.

د جي شل غونډه او نړۍ وال مسایل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

د امریکا غږ خبریال بیل گالو وايي د ولسمشر ټرمپ د امریکا اول پالیسي، د نورو په وړاندې زیاتره وخت د نړۍ والو تنظیمونو لکه جي شل اهمیت بابیزه ګڼي.

خو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه مرکه کې وویل امریکا نړۍ والې همکارۍ ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG