د لاس رسي وړ اتصالات

چین له امریکا سره تجارتي مذاکرات لغو کړل


چین د شنبې په ورځ (سپتمبر ٢٢) د امریکا د متحده ایالاتو سره د سوداگریزو اړیکو په اړه مذاکرې وروسته له هغې لغو کړې چې واشنگټن د چین نه په صادراتي مالونو باندې نوې گمرکي تعرفې ولگولې.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وایي چین پلان درلود چې راتلونکې اونۍ د هغه هیواد د صدراعظم مرستیال لیو ایي د امریکایي مقاماتو سره له خبرو لپاره واشنگټن ته واستوي، خو د نویو گمرکي تعرفو له لگولو وروسته بیجنگ د امریکایي مقاماتو سره مذاکره لغو کړه.

د جمعې ورځې په سهار د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړي مقام وویل چې متحده ایالات د چین سره د تجارت یوې حل لارې موندلو ته خوشبینه دي.

خو د سپینې ماڼۍ دغه مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ټینگار وکړ چې چین ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو په هکله د مذاکرې لپاره "معنی لرونکې" حل لارې سره راشي چې د واشنگټن او بیجینگ ترمنځ تجارتي کړکیچ حل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو مقاماتو ویلي چې پر چینایي مالونو باندې د امریکا له لورې د نویو تعرفو وضع کولو د بیجینگ مقامات تر فشار لاندې راوړي چې هغو تجارتي شرایطو ته غاړه کیږدي چې د امریکا گټې هم په کې خوندي شي.

امریکا له چین غوښتي چې د سایبري غلاو د پای ته رسولو په گډون د امریکایانو د معنوي مالکیت حق په ښه توگه وساتي. د ښاغلي ټرمپ حکومت له چین دا هم غوښتي چې د چین په مارکیټ کې امریکایي شرکتونو ته زیات لاس رسی ورکړي او د امریکا د متحده ایالاتو سره تجارتي انډول وساتي.

د تیرې اونۍ په پیل کې امریکا د چین پر ٢٠٠ میلیارد ډالرو سوداگریزو مالونو باندې گمرکي تعرفۍ ولگولې چې ټاکل شوې د سپتمبر په ٢۴ عملي شي. ددې کار په غبرگون کې چین هم د ٦٠ میلیارد ډالرو په ارزښت چین ته پر امریکایي صادراتي مالونو باندې گمرکي تعرفې ولگولې.

XS
SM
MD
LG