د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د اورګاډي د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي


د ایران دولتي رسنۍ وايي چې په دغه هېواد کې د یو اورګاډي د چپه کېدو له کبله لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي پېښه نن چهارشنبه جون ۱۸ (غبرګولې اتمه) سهار په ځايي وخت شاوخوا پنځه بجې د ایران په «طبس» کې شوې ده.

د ایران د اورګاډو د تنظیم ادارې مرستیال، میر حسن موسوي د ایران دولتي تلویزون ته ویلي چې په اورګاډي کې ۳۴۸ تنه سپاره وو. اورګاډی د ایران له مشهد ښار څخه یزد روان و چې له لیکې څخه وتلی او چپه شوی دی.

د ایران رسمي دولتي اژانس ارنا د چارواکو له خولې ویلي دي چې په پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي او ۸۷ نور ژوبل دي.

د ایران د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي دي چې یو شمېر زخمیان وار د مخه روغتونونو ته انتقال شوي. هغه وویل: «شاید د مړو شمېر زیات شي، ځکه چې د ځینو زخمیانو وضعیت ښه نه دی.»

د فرانسې خبري اژانس وايي په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې ۱۷ تنه په دغې پېښې کې مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې اورګاډي له یو جرثقیل سره له ټکر وروسته له کرښې اوښتی او چپه شوی دی خو د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چارواکو ته سپارښتنه کړې ده چې د پېښې عوامل پیدا کړي. نوموړي د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده.

دغه اورګاډي ۱۱ واګونونه لرل چې پنځه یې له اورګاډي څخه جلال شوي دي. ارنا وايي چې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي سیمې ته تللي چې د پېښې د علت په موندلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG