د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ۱۲ تنه د قتل او نشه یي توکو د کار و بار له امله اعدام کړل


د اعدامونو لپاره جوړې شوې رسۍ 
د اعدامونو لپاره جوړې شوې رسۍ 

د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ جون اومه (غبرګولې ۱۷) وویل چې د ایران حکومت د هغه هیواد د جنوب ختیځ په یو زندان کې ۱۲ کسان په ډله ایز ډول اعدام کړي دي.

په ناورې کې د ایران د بشري حقونو د ‌څار میشت سازمان راپور ورکړی چې ۱۱ نارینه او یوه میرمن چې د قتل او نشه یي توکو پورې د اړوندو فعالیتونو له امله محکوم شوي وو، د دوشنبې په ورځ جون شپږمه د ایران د سیستان بلوچستان په ولایت کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې ټول اعدام شوي کسان بلوڅان او سني مذهبه وو. د ایران اکثریت وګړي شیعه مذهبې دي.

د یاد راپور له مخې، د ۱۲ کسانو له ډلې څخه شپږ کسان د قتل او شپږ تنه نور د نشه یي توکو په فعالیتونو کې د داخلت له امله محکوم شوي وو. تر اوسه نه ایراني چارواکو دا اعدامونه تائید کړي او نه هم د هغه هیواد رسنیو ددغو اعدامونو په اړه څه خپاره کړي دي.

یوازینۍ میرمن چې په دغو کسانو کې اعدام شوې کورنی نوم یې ګرګیج ښودل شوی چې د خپل خاوند د وژلو په تور اعدام شوې ده. د راپورونو له مخې میرمن ګرګیج په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نیول شوې وه.

فعالینو له ډیره وخته راهیسې اندیښنه ښودلې چې په ایران کې په نامتناسب ډول د قومي او مذهبي ډلو غړي اعدامیږي، په خاص ډول په شمال لودیځ کې کردان، په جنوب غرب کې عربان او په جنوب ختیځ کې بلوڅان په نښه کیږي.

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي:"هغه شمیرې چې د بشري حقونو د څار سازمان له خوا راټولې شوې، ښکاره کوي چې بلوڅ زندانیان په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې ۲۱ سلنه اعدام شوي کسان جوړوي. په داسې حال کې چې دغه قومي اقلیت یوازې د ایران دوه تر شپږ سلنه نفوس جوړوي."

په ایران کې له اعدامونو څخه دغه اندیښنې په داسې حال کې ښکاره کیږي چې د یاد هیواد مشران په هغه هیواد کې د اساسي توکو د بیې د لوړیدو له امله د خلکو له پراخو لاریونونو سره مخ دي.

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې په ایران کې ۳۳۳ کسان اعدام شوي دي چې دا شمیر د ۲۰۲۰ میلاد‌ي کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې په ټوله نړۍ کې د مرګ د مجازاتو په اړه ویلي وو چې په ۲۰۲۱ میلادي‌ کال کې په ایران کې ۳۱۴ کسان اعدام شوي وو چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښي. د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه خبرداری ورکړی چې دا شمیر ممکن په ایران کې د اعدام شویو کسانو په پرتله کم وي.

د بښنې د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې "د مرګ مجازات د قومي اقلیتونو پر غړو په غیر متناسب شکل او د مبهمو تورونو په وسیله د سیاسي ځپلو په هدف عملي کیږي."

XS
SM
MD
LG