د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د اورګاډي چپه کیدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي


د متحده ایالاتو د میزوري په ایالت کې یو اورګاډی چې د لاس انجلس ښار څخه شیکاګو ته روان و، دوشنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د یوې غټ موټر سره جنګیدلی اوه چپه شوی دی.

په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او ګڼ شمیر نور ټپي شوي.

دا پیښه د میزوري په ایالت کې شوې. د دې ایالت د لویو لارو د ادارې ویاند جسټن ډون خبریالانو ته وویل چې د پیښې په هکله تحقیقات په ابتدایي حالت کې دي او نور معلومات به د تحقیقاتو تر بشپړیدو وروسته د مطبوعاتو سره شریک شي.

په اورګاډي کې تر لسو ډیرې عملې تر څنګ څه باندې ۲ کسان سپاره و او پداسې یو ځای کې د فاضله موادو د لارۍ سره جنګیدلی چې د اورګاډي د پټلۍ د معلومولو لپاره اشارې پکې نه وې نصب شوې. پدې سړک چې د اورګاډۍ پټلۍ پرې تیره شوې کومه برقي آله هم نه وه ځای پر ځای شوې.

د میزوري ایالت ویاند په خبري کنفرانس کې وویل چې په پیښه کې د لارۍ موټر چلوونکی وژل شوی او دوه نور وژل شوي کسان په اورګاډي کې سپاره و.

تر اوسه نده معلومه چې په اورګاډی کې وژل شوي کسان د اورګاډي عمله وه که مسافرین.

ځیني عسکونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي پکې ښودل کیږي چې اورګاډي د وږو پټي ته لویدلی او مسافرین کوښښ کوي د اورګاډي د کړکیو او دروازو څخه بیرون ووځي.
د دې پیښې څخه یوه ورځ وړاندې یو بل امټرک مسافر وړونکی اورګاډی هم د کلفورنیا په ایالت کې د یو مسافر وړونکي موټر سره وجنګید او ۳ تنه پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG