د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ۶۰۹ تنه نور بندیان افغانستان ته وسپارل


د یاد بهیر د پیل په لومړي پلاو کې تیره اونۍ ۳۰۶ تنه نور افغان بندیان هیواد ته را انتقال شول.
د یاد بهیر د پیل په لومړي پلاو کې تیره اونۍ ۳۰۶ تنه نور افغان بندیان هیواد ته را انتقال شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له ایران څخه ۶۰۹ تنه نور افغان بندیان هیواد ته را انتقال شول.

د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه مارچ ۱۶(کب ۲۶) ویلي چې په نویو را انتقال شویو افغان بندیانو کې ۱۲ ښځېې هم شاملې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د دې بهیر په بریالي پلي کیدو سره، ٦٠٩ تنه افغان بندیان چې ١٢ میرمنې هم پکې شاملې وې، د یکشنبې په ورځ، د کب په ۲۴ مه د ډوغارون پولې له لارې هیواد ته انتقال شول."

دغه بندیان د افغان حکومت او ایران د هوکړې په اساس افغانستان ته انتقال شوي دي چې ټاکل شوې د خبل حبس پاتې موده په افغانستان کې تیره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د یاد بهیر د پیل په لومړي پړاو کې تېره اونۍ ۳۰۶ تنه نور افغان بندیان هیواد ته را انتقال شول.

یاد افغان بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندان کې بندیان و.

کابل کې د ایران سفیر بهادر امنیان د افغانستان له عدلیې وزیر فضل احمد معنوي سره په یوې لیدنه کې ویلي وو چې دا مهال شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ بندیانو دوسیې بشپړې او افغانستان ته د لیږدولو لپاره چمتو شوي.

همداشان ایران له افغانستان څخه غوښتي د هغو ایراني بندیانو لیږدولو ته پاملرنه وکړي چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

XS
SM
MD
LG