د لاس رسي وړ اتصالات

ایران سلګونه افغان بندیان افغانستان ته وسپارل


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ایران ۳۰۶ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې بندیان وو افغانستان ته وسپارل.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) په یو بیان کې ویلي چې دغه شمیر بندیان د کابل – تهران ترمنځ د زندانیانو د لیږد د تړون په اساس افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

په بیان کې راغلي: "دغه زندانیان د کابل او تهران ترمنځ د بندیانو لېږد د هوکړې له مخې، د حبس پاتې دوره به په افغانستان کې تیروي".

د افغانستان د لویې څارنوالۍ د احکامو د تنفیذ رئیس محمد اسد ساپي ویلي چې د دغو بندیانو زیات شمیر یې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي چې په کې څلور ښځې هم شاملې دي.

دا له ایران څخه افغانستان د بندیانو د لیږ لومړی پړاو دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کب په ۲۴مه به د بندیانو د لیږد دویم پړاو هم ترسره شي.

د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس په دویم پړاو کې به ۴۰۰ بندیان له ایران څخه افغانستان ته ولیږدول شي.

کابل کې د ایران سفیر بهادر امنیان د افغانستان له عدلیې وزیر فضل احمد معنوي سره په یوې لیدنه کې ویلي وو چې دا مهال شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ بندیانو دوسیې بشپړې او افغانستان ته د لیږدولو لپاره چمتو شوي.

همداشان ایران له افغانستان څخه غوښتي د هغو ایراني بندیانو لیږدولو ته پاملرنه وکړي چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي.

XS
SM
MD
LG