د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومت استعفا؛ د حکمتیار او طالبانو یو شان غوښتنه


د افغانستان د اسلامي حزب رئیس ګلبدین حکمتیار، نن د اپریل په لومړۍ نیټه (وري ۱۲) وویل چې اوسنی حکومت او مقامات یې باید استعفا وکړي او واک باید یو نوي حکومت ته انتقال شي.

ښاغلي حکمتیار یو نوي حکومت ته د واک انتقال او د نړیوالو ځواکونو وتل په افغفانستان کې د جګړې اصلي دلیلونه وګڼل.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو ډله هم د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني استعفا او د نوي حکومت جوړیدل غواړي.

د مسکو په تیره غونډه کې د طالبانو د پلاوي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې د افغانستان جمهور رئیس باید واک یو موقت حکومت ته وسپاري. هغه زیاته کړه چې جمهور رئیس غني د سولې په وړاندې "یواځنی خنډ" دی او باید استعفا وکړي.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې موقت حکومت په هیواد کې د وینې تویدو سبب کیږي، او له انتخاباتو پرته د واک انتقال د معاملې وړ ندی.

ددې تر څنګ چې ښاغلی حکمتیار د حکومت د استعفا غوښتنه وکړه، ټینګار یې وکړ چې جمهور رئیس غني باید پخپله د ترکیې په غونډه کې د مذاکره کوونکي پلاوي مشري وکړي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشر ګډون پدې غونډه کې "مشکل" دی، ځکه د هغه په وینا هغه مشخص ادرس نلري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په هکله د ترکیې غونډه ډیر ژر وشي، هغه غونډه چې د ترکي مقاماتو په وینا د دوحې مذاکراتو متممه ده.

مظاهرې

ښاغلي حکمتیار وویل چې د افغانستان حکومت د اسلامي حزب غوښتنو ته پاملرنه نده کړې او په همدې دلیل سر له سبا د حکومت ضد مظاهرې پیل کوي او دا مظاهرې به تر هغه دوام وکړي چې حکومت د واک په انتقال موافقه وکړي.

هغه وویل: "مونږ باور لرو چې ددې مظاهرو اغیزې به دومره سرنوښت سازه وي لکه د بهرنیو ځواکونو پر ضد وسله وال جهاد چې و."

ښاغلی حکمتیار څه موده مخکې په یوه غونډه کې د حکومت او د اسلامي حزب د موافقې د عملي کیدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که ددې ډلې بندیان خوشې نشي د پراخو مظاهرو له لارې به ارګ محاصره کړي.

خو د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې سیاسي ټوکه وګڼله.

ښاغلي صالح همداشان وویل: "اوس یې د راکټ ویشتلو له پړاو نه حبرو ته تکامل کړی. ددغه برخې ستاینه باید وکړو. پریږدئ چې ووایي. هر څه یې چې زړه غواړي ووایي. سیاسي ټوکې نورې هم خبرسازه دي."

د ملګرو ملتونو د تور لست نه د حکمتیار او ددې ګوند د یو شمیر مشرانو د نومونو ایستل، د ګوند مشر او نورو مشرانو قضایي مصونیت او ددې ګوند د بندیانو خوشې کول د اسلامي ګوند سره د حکومت د مهمو ژمنو څخه وې.

اسلامی حزب ژمنه کړې وه چې خپلې وسله والې ډلې به منحل کوي، او د غیر قانوني وسله والو او ترهګرو سازمانونو سره به هیڅ ډول اړیکه نه ساتي او ملاتړ به یې نه کوي او جنګي بندیان به خوشې کوي.

د افغانستان حکومت ددې موافقې وروسته د اسلامي ګوند په سلګونو بندیان خوشې کړل خو وویل هغوی چې جنایي جرمونو یې کړي او فردي ادعاوی پرې شته نه خوشې کیږي.

XS
SM
MD
LG