د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا له خوا افغان پوځ ته اخیستل شوي چورلکې اوکراین ته د ورکړې په حال کې دي


د امریکا د حکومت یوې ادارې چې د افغانستان تحولات څاري، د چهار شنبې په ورځ مې څلورمه (غوایي ۱۴) وویل واشنګټن اوکراین ته د هغو شپاړسو Mi-17 ډوله چورلکو د ورکړې په حال کې دی چې د افغانستان پوځ ته اخیستل شوې وې.

امریکا دغه الوتکې ځکه له روسیې څخه د افغانستان د پخواني هوایي پوځ لپاره اخیستې وې چې افغان پیلوټانو ورسره کافي آشنایي درلوده.

د امریکا دفاع وزارت په جنوري میاشت کې کانګرس ته وویل چې غواړي د اوکراین حکومت ته د روسیې ساخت پنځه چورلکې ورکړي کومې چې د اوکراین په یو ورکشاپ کې تر ترمیم لاندې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحدو ایالتونو د سرمنفتش ادارې "سیګار" په خپل څلور میاشتني راپور کې چې روانه اوونۍ د امریکا کانګرس ته وسپارل شو ویلي:" اوکراین د مارچ په ۱۱ نیټه دغو دفاعي وسایطو ته لاسرسی ومانه."

راپور زیاته کړې:" د اپریل په نیمایي کې جمهور رئیس بایډن له اوکراین سره د نظامي مرستو یوه بسته اعلان کړه چې پکې هغه یوولس Mi-17 چورلکې هم شاملي دي کومې چې د افغانستان لپاره پلان شوي وې."

واشنګټن پست ورځپانې هم تكره اوونۍ راپور ورکړ چې امریکا هغه ۱۶ چورلکې چې د افغانستان د پوځ لپاره اخیستې وې، اوکراین ته ورکوي.

ام ای ۱۷ چورلکي‌ تر ډیره عساکر او تجهیزات لیږدوي. اوکراین د پخواني شوروي اتحاد یو غړی هیواد دی چې ددغو الوتکو د تولید او ترمیم تاسیسات پکې دي.

په ازبكستان کې د افغانستان د پوځ الوتکې

ازبکستان کې چارواکي وایي لس ګونه نظامي الوتکې چې د افغانستان د مخکني حکومت د ړنګیدو وروسته دغه هیواد ته لیږدول شویدي د متحده ایالاتو ملکیت دي او د طالبانو موقت حکومت ته به ونه سپارل شي.

د افغانستان هوایي ځواکونو تیر کال د اګست په میاشت کې کله چې طالبان کابل ته ننوتل شاوخوا پنځوس هیلوکوپترې او نورې نظامي الوتکې یې ازبکستان ته ولیږدولې.

سره لدې چې طالب چارواکو څو ځله د ازبکستان څخه د دې الوتکو د بیرته ستنولو غوښتنه کړې خو د دې هیواد د جمهور رئیس شوکت مرزایوف یو جګپوړي سلاکار عصمت الله ارګاشیف امریکا غږ ته په یوې تازه مرکې کې ویلي چې دا الوتکې د متحده ایالاتو ملکیت دی او پریکړه یې د واشنګټن په لاس کې ده.

افغانستان کې د امریکا پاتې شوې تجهیزات

د روانې اوونۍ په راپور، سیګار هغه راپورونه تائید کړل چې د تیر کال په اګست میاشت کې د غرب له ملاتړ څخه د برخمن نظام تر ړنګیدو وروسته، طالبانو ته د امریکا د دفاع وزارت د څه باندې ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجهیزات پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG