د لاس رسي وړ اتصالات

پښتو ژبې ته د ژباړل شویو نړیوالو اثارو ډېرښت 


په وروستیو شپږو میاشتو کې پښتو ژبې ته د نړېوالو ادبي او نورو اثارو د ژباړې شمېر ډېر شوی دی.

دغو ژباړل شویو کتابونو تر ډېره نړیوالې معتبرې جایزې ګټلي او په کراتو چاپ شوي دي.

په افغانستان کې د دغو کتابونو مینه وال او خپروونکي وايي، دغه ګام د پښتو ژبې د غني کېدنې او د کتابونو د لوستونکو د ډېرېدو لپاره ډېر مهم دی.

  • مسخه

دا ناول د جرمني لیکوال فرانتس کافکا دی چې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوی دی.

کولمبیایي ګارسیا مارکیز چې د نوبل د ادبیاتو جایزه یې ګټلې، د یاد اثر په اړه ویلي‌:

"کله مې چې د مسخه کتاب ولوست ما دا فکر نشو کولی چې کله به هم څوک داسې لیکنه وکړای شي." یاد ناول جبار فراز پښتو ته ژباړلی دی.

  • ګیتا انجلي

دا اثر د هندي لیکوال رابندراناته ټاګور دی، په دې کتاب کې هغه سرودونه او سندرې لیکل شوي چې د یوې ښکلې غنم رنګې انجلۍ د بېوزله ژوند په اړه دي.

یاد اثر د نوبل جایزه هم ګټلې، استاد عبدالروف بېنوا دغه کتاب پښتو ته ژباړلی او درې وارې چاپ شوی دی.

  • پردی

د الجزایري لیکوال البرت کامو دغه ناول، حیات ژوند پښتو ته ژباړلی دی، کامو هم د نوبل د ادبیاتو جایزه ګټلې، یاد ناول د انسان روحي حالت انځوروي چې دغه حالت ته په ارواپوهنه کې انومي وايي. انومي داسې حالت دی چې یو شخص د پردي والي حس کوي.

  • د مړه خره لیکونه

دغه اثر د نامتو ترکي طنز لیکونکي عزیز نسین یو شاهکار بلل کیږي. نسین په دغه اثر کې د ژوند وروسته د خپل مرګ کیسه په طنزي ډول بیان کړې ده.

د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوی او پښتو ته عزت الله شینواري ژباړلی دی.

  • ژوند ته دې شفا ورکړه

د لیکوال لویس ایل هي دغه اثر چې د اراوپوهنې برخې کې لیکل شوی، په نړۍ کې تر ۵۰ میلیون ټوکونو ډېر چاپ شوی دی. یاد اثر د خوښ ژوند او ښو فکرونو ته د لاسرسي لپاره یو لارښود دی. صالح محمد صالح دغه اثر پښتو ژبې ته ژباړلی دی.

له یادو اثارو هغه خوا د سپین داړي، قتل په اورګاډي کې، د سوفي نړۍ، د بابل خان، هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ، د وحشت بلنه، سترې هیلې، سپینه بیړۍ، ته نوښتګر یې، تر ذهن مخکې شه او ګڼ نور کتابونه هم په ورستیو ۶ میاشتو کې پښتو ژبې ته ژباړل شوي دي.

شل کلن اسلام زیب چې د پوهنتون محصل دی وايي پښتو ژبې کې پخوا د لوستلو لپاره ډېر کتابونه نه ول خو اوس چې د ژباړې بهیر ګړندی شوی د لوستلو لپاره هره میاشت نوې کتابونه ترلاسه کوي.

هغه وايي مطالعه ذهن پراخوي او دا د خوشحالۍ ځای دی چې اوس په پښتو کې ډېر کتابونه شته.

XS
SM
MD
LG