د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان تذکره لرونکي افغانان د تورخم په دروازې پرېږدي - چارواکي 


د پاکستان حکومت د تحقیقاتي ادارې چارواکي وايي د یکشنبې ورځې راهېسې یې شاوخوا ۳۰زره افغانانو ته اجازه ورکړې چې په تذکرې باندې د تورخم په دروازې واوړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په تذکرې افغانستان ته اوښتي کسان بېرته په تذکرې پاکستان ته نه شي داخلېدای.

په تورخم کې د پاکستان د تحقیقاتي ادارې یو چارواکي توفیق خان امریکا غږ ته ویلي دي چې د تورخم دروازه به د چهارشنبې تر سهار، جون ۲۸ (سرطان اووم)پورې خلاصه وي.

نوموړي وویل چې څه باندې ۳۰زره خلک اوښتي دي او هغوی چې په «تذکرې تللي، واپسې په تذکره نشي کېدای».

نوموړي ونه ویل چې د دې کار اصلي علت یې څه دی، خو د چهارشنبې ورځ په اکثریت مسلمانو هېوادونو کې د لوی اختر اوله ورځ وي او ممکن دا کار هم د اختر په مناسبت شوی وي.

امریکا غږ خبریال هلته لیدلي دي چې ګڼ افغانان په تذکرې باندې د تورخم په دروازې اوښتي دي، که څه هم دقیقه شمېره یې معلومه نه ده.

د حاجي خان په نامه یو افغان، چې وايي مور یې پاکستان ته د درملنې لپاره بیولې وه، وویل چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ستونزه حل شي.

هغه امریکا غږ ته وویل چې افغانان د درملنې او نورو ضروري او کورنیو مسائیلو لپاره پاکستان ته تګ راتګ کوي، چې باید اسانتیاوې ورته برابرې شي.

پاکستاني مقامات وايي چې د ویزو پرته افغانانو ته دغه هېواد ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. په پاکستان کې میلیونونه افغانان د کډوالۍ ژوند کوي او په پاکستان کې هم مړي او ژوندي پالي چې وخت ناوخت ورته د تګ راتګ ضرورت پیدا کېږي.

یو شمېر افغانان ادعا کوي چې د افغانستان د پاسپورت او د پاکستان د ویزو اخیستل ستونزمن دي.
پوره راپور دلته کتلی شئ:

XS
SM
MD
LG