د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۱۴مه) د ایکس په حساب کې لیکلي هر هغه څوک چې د ایران "ترهګرۍ" د مالي ملاتړ کوونکو په هکله معلومات ورکړي، انعام به ورکړل شي.
ښاغلي بیسنټ لیکلي: "د نړۍ په هر ځای کې چې یاست او هر څوک چې ستاسو چکونه لاسلیک کوي، همدا مو فرصت دی، که د عمل وړ معلومات لرئ، راوړاندې شئ، د مالیې وزارت سره یې شریک کړئ."
د امریکا د مالیي وزیر د ایران پر ضد دا تازه اقدام د "اقتصادي انزوا" عملیاتو په لړ کې کړي چې تیره میاشت پیل شول او هدف یې په اقتصادي لحاظ د ایران څنډې ته کول دي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر د اګست په ۲۴ مه د ایران پر ضد د اقتصادي انزوا عملیاتو د پيل کیدو اعلان وکړ.
سکاټ بیسنټ په خبري کنفرانس کې وویل چې دا عملیات د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښوونې پیل شوي او دا یې د ایران د اسلامي جهوري او هغوي کسانو په وړاندې چې له یاد هیواد سره مرسته کوي، "بې ساری کمپاین" وباله.
د مالیې وزیر وویل چې متحده ایالات پدې کمپاین کې په ټولې نړۍ کې د ایران د مالي اړیکو پر ضد اقتصادي مبارزه پیل کوي او زیاتوي چې ددې مبارزې هدف دا دی چې د ایران استبدادي رژیم ټول اقتصادي ملاتړي له منځه یوړل شي او تهران یوازې پاتې شي.
فورم \ دبحث خونه