د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د بې پیلوټه الوتکو د پروګرام په ملاتړو شرکتونو بندیز ولګول

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول اداره وايي چې په چین او هانګ کانګ کې یې په هغو شپږو شرکتونو باندې بندیزونه ولګول، چې د ایران لپاره یې د بې پیلوټه الوتکو پرزې پیرودلي.

د دغه وزارت په اعلامیې کې، چې د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب اتم) خپره شوې، ویل شوي چې دغو شرکتونو د ایران د «پیشتازان کاوش‌ ګستر بشرا» په نوم شرکت، چې د امریکا د مالیې وزارت له بندیزونو سره مخامخ دی، او د «نارین سپهر مبین ایساتیس» په نوم د یو بل فرعي شرکت په نمایندګۍ د ایران لپاره د بې پیلوټه الوتکه ضروري وسائيل اخیستل.

د امریکا د مالې وزارت د اعلامیې په اساس، دا دواړه شرکتونه د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالستیکي میزایل د پروګرام اصلي ملاتړي دي او دغو نورو شرکتونو د دوی په استازیتوب دا پرزې اخیستلې او انتقالولې.

اعلامیه وايي دا نوي بندیزونه په ایران باندې د ولسمشر ټرمپ د حد اکثر بندیزونو لګولو د پالیسۍ یوه برخه ده.

په اعلامیې کې د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر اسکات بسنت له خولې ویل شوي دي: «اسلامي جمهوریت د خپلو بې پیلوټه الوتکو د تسلیحاتي پروګرام د تقویت لپاره د خپلو اړتیا وړ اجزاو د ترلاسه کولو لپاره د نویو پټو شرکتونو او درېیمو تامین کوونکو هېوادونو له لارې هلې ځلې روانې ساتلې.»

د مالیې وزارت ژمنه کړې، چې د ایران د هغو طرحو ګډوډل به روان ساتي چې په نورو هېوادونو کې خپلو تروریستي نیابتي ډلو ته وژونکي وسلې استوي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې تر دې مخکې په هانګ کانګ کې په هغو شرکتونو باندې هم بندیزونه لګولي وو، چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو لپاره یې د لویدیځ حساس تکنالوژیکي مواد برابرول.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو په هغو ۲۲ کسانو او ۱۳ شرکتونو باندې،‌ چې د ایران د تیلو په صنعت کې دخېل وو، بندیزونه لګولي.

د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي‌ دي، چې په متحدو عربو اماراتو او هانګ کانګ کې د تیلو خرڅوونکي شرکتونه، په هند او چین کې یې د تیلو انتقالوونکي شرکتونه او په بېلا بېلو برخو کې یې ۱۳ بېړۍ د ایران د تیلو په صنعت کې د ښکېلیتا له کبله د منع کړل شوي ملکیت په توګه پېژندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي،‌ چې د انتقالاتو دغه تسهیل کوونکې شبکې د دوکې او فریب له لارې په غیر قانوني توګه د ایران تیل په اسیا کې پيرودونکو ته رسول او بارول. د اعلامیې په اساس دغې شبکې تر دې دمه د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت د ایران خام تیل انتقال کړي دي.

اسکانت بنست ویلي دي چې په ایران کې باندې د حد اکثر بندیزونو د پالیسۍ له لارې غواړي د دغه هېواد د نفتو صادرات د اوسنۍ کچې څخه هم لس فیصده راټېټه کړي.

هغه د «فاکس بزنس» تلویزوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې د ایران رژیم په اوس وخت کې هره ورځ د یو میلیون او ۵۰۰ زرو بېرل تیلو څخه نیولې تر شپږ میلیون بیرل تیلو پورې صادروي او له دې لارې «په ټولې نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه تمویلوي».

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG