د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په ښوونځیو کې د مخدره توکیو په اړه پوهاوی


د پکتیا په ښوونځیو کې د مخدره توکیو په اړه پوهاوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

په پکتیکا کې يو شمیر ښوونځيو زده کوونکو ته د نشه يي توکو د اضرارو نه د خبرتیا لپاره د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړی دی.

ددغه پروگرام مقصد هدف دادی چې زده کوونکي وپوهول شي چې څنگه ځان له نشه يي توکو نه وساتي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د علي بابا لیسه یوه له هغو لیسو ده، چې زده کوونکو ته پکې د نشه يي توکو په اړه عامه پوهاوی ورکول کیږي. دا لیسه تر څلورو زرو پورې زده کوونکي لري.

د علي بابا د لیسې امر عبدالجليل غريبمل وايې له څه مودې راهسې يې د نشه يې توکو پر وړاندې جدي مبارزې پيل کړې ده.

نوموړی وايې دا کار د خپل ټولنيز مسوليت له مخې کوي او د منظم پلان له مخې د استادانو له لورې هم زده کوونکو ته د نشه يې توکو په اړه عامه پوهاوی ورکول کيږي او کله کله هم زده کوونکو په دې پار تالاشي کيږي.

دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا کې د نشه يي توکو په اړه په ښوونځي کې زده کوونکو ته عامه پوهاوی ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG