د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په کالیفورنیا کې طوفان د واټونو او ښوونځيو د تړلو سبب شو


د کالیفورنیا په ایالت کې د هیلري استوايي طوفان له امله سخت سیلابونه راوتلي دي
د کالیفورنیا په ایالت کې د هیلري استوايي طوفان له امله سخت سیلابونه راوتلي دي

د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د هیلري استوايي طوفان او سختو اورښتونو له امله سړکونه، ښوونځي او هټۍ تړل شوي دي.

د کالیفورنیا والي، ګاوین نیوسام په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د دغه ایالت په لاس انجلس ښار کې د هوا پېژندنې د ملي ادارې استازي تېره شپه وویل، چې په بېلابېلو برخو کې د سختو اورښتونو نوي ریکارډونه ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې، د ریشتر په کچه ۵.۱ درجې یوې زلزلې سویلي کالیفورنیا ولړزوله، خو د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ د اګست ۲۱مه (زمري ۳۰مه) د کالیفورنیا په سن ډیاګو، لاس انجلس، پاسادینا او پامډیل کې نوی تعلیمي کال پیل شوې وای، خو د سختو اورښتونو له امله تر سبا پورې وځنډول شو.

د هیلري طوفان چټک والی چې د کټګورۍ په اساس په څلورمه درجه کې دی، د مکسیکو څخه متحدو ایالتونو ته په تیریدو سره، ورو شوی دی.

اوس مهال د دغه طوفان مرکز په نواډا ایالت کې دی او اټکل کیږي چې ډېر ژر به له هغه ځایه تېر شي او د اوریګون او ایډاهو ایالتونو ته ورسیږي.

د امریکا د سمندري طوفانونو د څار ملي مرکز ویلي دي چې د دغه هېواد په سویل لویدیځو برخو کې هم د سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د امریکا په سویل لویدیځ کې شاوخوا ۲۶ میلیونه خلک په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د سیلاب له خطر سره مخامخ دي.

د هیلري طوفان اوس مهال په ساعت کې د ۵۵ کیلومترو په سرعت د دوامداره بادونو سره حرکت کوي.

د هوا پیژندني څانګې یو کارپوه، جیف مسټرز وویل چې دغه سیمه په پیړۍ کې یو ځل دا ډول اورښتونو تجربه کوي او شونې ده چې د نیواډا ایالت کې به د اورښت نوی ریکارډ ثبت شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG