د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو تازه راپورونه ښيي چې افغانستان ته د کډوالو ستنېدل په بې ساري ډول زیات شوي، په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران له لورې.
د ملګرو ملتونو د ورستیو راپورونو له مخې یوازې د اپریل له ۱۲مې تر ۲۵مې پورې، له ۱۲۷ زره څخه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۹۲ زره یې له پاکستان او څه باندې ۳۵ زره له ایران څخه دي .
د راپور له مخې، د پاکستان له لوري د ستنېدونکو شمېر په تېرو دوو اونیو کې نږدې دوه برابره شوی، او یوازې په یوه ورځ کې تر ۹ زرو زیات کسان بېرته راستانه شوي دي. بلخوا، له ایران څخه راستنېدنه هم چټکه شوې، چې ورځنی اوسط یې له دوه نیم زرو څخه زیات ښودل شوی دی .
په عین حال کې، مرستندویه ادارې وایي چې یوازې په همدې لنډه موده کې تر ۷۰۰ زره زیات خدمات وړاندې شوي، چې پکې خوراکي توکي، روغتیايي خدمتونه، سرپناه، او ترانسپورټ شامل دي، خو لا هم اړتیاوې خورا زیاتې دي .
بلخو، د رویترز د راپورونو پر بنسټ د تورخم پولې ته نږدې د کډوالو په سامانونو بار ټرکونو اوږده قطارونه جوړ کړي دي. ډېری کسان له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې په تمه دي، خو نه پوهېږي چې دروزاه به کله پرانیستل کېږي.
د پولې ترڅنګ په لنډمهالو کمپونو کې کورنۍ نوملیکنه کوي او بېرته ستنېدو ته چمتو کېږي، خو په افغانستان کې د امنیت، تعلیم او ژوند د شرایطو په اړه اندېښنې لا زیاتې دي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دوه میلیونو ډېر افغانان ایستلي، چې ډېری یې دوهم او درېیم نسل کډوال دي او هېڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی.
په داسې حال کې چې تاوتریخوالی زیات شوی، اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره د ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي چې په دواړو خواوو یې ټینګار کړی چې بېرته خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته ستانه شي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارد لنډسي په خپل X پاڼه له دواړو خواو غوښتې چې داسې ګامونه پورته کړي چې نور ملکي تلفات رامنځته نه شي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې دوامداره نښتې بشري وضعیت نور هم خرابوي، او په افغانستان په ختیځ کې وروستیو بریدونو ملکي کسان وژلي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، ډیر زیانمن کړي.
سره له دې چې تاوتریخوالی دوام لري، خو د یوې پراخې حل لارې موندلو هڅې روانې دي. طالبانو او پاکستاني پلاوي د اپریل په میاشت کې د چین د ارومچي په ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خبرې اترې وکړې. بل لور ته د ترکیې په استانبول کې په یوه غیر رسمي غونډه کې د اختلافاتو د حل او د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه بحث وشو.
خو تر دې دمه، په تورخم کې اېسارې کورنۍ لا هم د جګړې او نامعلوم برخلیک ترمنځ انتظار باسي، چې په خوندي ډول خپل هېواد ته ستنې شي.
فورم \ دبحث خونه