د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او کیم د دویم ځل لپاره وکتل


ډانلډ ټرمپ او کیم جونګ اون د فبروري په ۲۷ وکتل
ډانلډ ټرمپ او کیم جونګ اون د فبروري په ۲۷ وکتل

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ( فبروري په ۲۷ ) د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د ویتنام په پلازمینه هانوي کې وکتل.

دواړه لوري به د نن او سبا ورځې په غونډو کې د کوریا وچې د غیر اټومي کولو او له واشنګټن سره د پیونګ یانګ د اړیکو د ښه کیدو په اړه خبري وکړي.

ښاغلي ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره تر ملاقات وروسته وویل" هیله من یم زموږ غونډه د لومړي غونډې په شان وي او یا تر هغې هم ښه وي. "

د ډانلډ ټرمپ او کیم جونګ اون لومړۍ غونډه د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې وشوه.

د امریکا ولسمشر وویل، د کیم جونګ اون په مشرۍ کیدای شي شمالي کوریا په یوه پیاوړي اقتصاد بدله شي.

ټاکل شوېده د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ غونډه د فبروري په اته ویشتمه نیټه هم وشي.

په عین وخت کې د شمالي کوریا رهبر وویل دواړو هیوادونو وکړای شول ددې غونډې د ترسره کیدو لپاره یو شمیر موانع لري کړي.

جمهور رئیس ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره تر کتنې مخکې د ویتنام له جمهور رئیس سره هم وکتل.

ددغو مشرانو په غونډه کې د بوینګ او د ویتنام د دوو هوايي شرکتونو ترمنځ د دوو قرار دادونو په ګډون یو شمیر تجارتي تړونونه لاسلیک شول.

XS
SM
MD
LG