د لاس رسي وړ اتصالات

ویتنام، د امریکا او شمالي کوریا د اړیکو بیلګه


تمه کیږي که کیم جونګ اون، ویتنام د یو مثال په توګه ومني.
تمه کیږي که کیم جونګ اون، ویتنام د یو مثال په توګه ومني.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۶) ویتنام ته رسیږي او د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د امریکا د جمهور رئیس سره دوېیمه لیدنه کوي.

د امریکا او شمالي کوریا مشران روانه اونۍ په ویتنام کې دوېمه لیدنه کوي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ سبا (سه شنبې) ویتنام ته رسیږي. مبصرین وایي که شمالي کوریا غواړي چې د امریکا سره اړیکې عادي حالت ته راوړي، نو د دویمې غونډې کوربه هیواد يي ترټولو ښه بیلګه ده چې د یو دښمن نه څنګه د امریکا په یو ملګري هیواد بدل شو.

په هانوۍ کې هغه څلی چې په ۱۹۶۷کې د امریکا د پخواني سناتور جان مکین الوتکه بکې ویشتل شوې وه.
په هانوۍ کې هغه څلی چې په ۱۹۶۷کې د امریکا د پخواني سناتور جان مکین الوتکه بکې ویشتل شوې وه.

د ویتنام په هانوۍ ښار کې د امریکا او ویتنام دپخوانۍ جګړې ډيرې نښې، یادونه او څلي موجود دي. خو عام ولس يي اوس امریکا ته د یو پرمختللي او عصري هیواد په نظر ګوري. ویتنام په ۱۹۹۵ کې د امریکا سره خپلې اړیکې عادې کړې. دواړه هیوادونه د چین په اړه د اندیښنو په شمول، ډير مشترکات لري.

په ویتنام کې د امریکا پخوانی سفیر ډیویډ شئر وایي ویتنامیان د امریکا سره ځکه ټینګ روابط غواړي چې امریکا په سیمه کې ډیر دخیل اوسي او پدې کار هغوئ د چینایي ګاونډیانو په پرتلې پدې دیپلوماتیک عصر کې ډير امتیاز ترلاسه کوي.

پوځي روابط ډیر ټينګ دي. تیرکال د پخوانۍ جګړې وروسته د اول ځل دپاره امریکا، ویتنام ته د پوځي الوتکو لمړنۍ بیړۍ ولیږله.

اکثره ویتنامیانو ته ډانلد ټرمپ ډير محبوب دی. د لي په نامه د هانوۍ ښار یوې اوسیدونکې امریکاغږ ته وویل ټرمپ ډير هوښیار جمهور رئیس او ډیر ښه دی. د همدې ښار یوې بلې اوسیدونکې فیوبې ته بیا په زړه پورې داوه چې ټرمپ د مکدونالدز او کی.اف،سي په شان خواړه خوښوي.

د ویتنام د بهرنیوچارو وزارت معین د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۵) وویل د جمهوررئیس ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د لیدنې دپاره يي لمړۍ درجه امنیتي ترتیبات نیولي دي.

د امریکا او شمالي کوریا مشران به د فبروري په ۲۷ او ۲۸ ویشتمه په هانوۍ کې دوېیمه لیدنه وکړي.
د امریکا او شمالي کوریا مشران به د فبروري په ۲۷ او ۲۸ ویشتمه په هانوۍ کې دوېیمه لیدنه وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ داسی ګمان کوي چې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره پدې لیدنه کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط ډير ښه شي. سپينه ماڼۍ وایي د خبرو اصلي مقصد دادی چې شمالي کوریا خپلې اتومي وسلې ختمې کړي.

پوښتنه داده چې آیا کیم جونګ اون به اوسنی ویتنام د یو مثال په توګه ومني او لاره به يي تعقیب کړي که نه؟

XS
SM
MD
LG