د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د محکمو سیستم مات او بې انصافه دی- ټرمپ


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروسته له هغې چې د سان فرانسیسکو ښار یو قاضي د مهاجرت په هکله د حکومت د یوې پریکړې مخه ونیوله وویل چې د فدرالي محکمو سیستم "مات او بې انصافه" دی.

د سان فرانسیسکو ښار یو فدرالي قاضي ویلیام السوپ د ښاغلي ټرمپ د هغه تصمیم پر ضد حکم صادر کړی چې غواړي هغه ماشومان چې میندو او پلرونو په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستي دي، وشړي.

د "داکا" پروگرام چې د ماشوم کډوالو د شړلو مخنیوی بلل کیږي په ٢٠١٢ کې د امریکا د پخواني جمهور رښیس باراک اوباما د یو اجرایي فرمان له مخې عملي شو. دغه فرمان هغه ځوانان چې په ماشومتوب کې والدینو له ځان سره متحده ایالاتو ته راوستي وو د اجباري ایستلو نه وژغورل او حتی د کار د شرایطو د لرلو په صورت کې یې هغوی ته د کار کولو د جواز اخیستلو اجازه هم ورکړه.

د جهور رئیس ټرمپ حکومت په پام کې لري چې د داکا پروگرام د ٢٠١٨ کال د مارچ د میاشتې له پیل څخه د دوو کلونو په ترڅ کې ودروي. د حکومت ددغه اقدام څخه د امریکا په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکي گوند یو شمیر مشهور وکیلان ملاتړ کوي.

د داکا پروگرام شاوخوا ٨٠٠ زره مهاجرین ژغوري چې په عمومي توگه مکسیکویان او د مرکزي امریکا د هیوادونو اوسیدونکي دي. دوی په ماشومتوب کې په غیر قانوني توگه متحده ایالاتو ته راوړل شوي دي. اوس زیات شمیر دغه کسان چې خپل ډیر عمر یې په متحده ایالاتو کې تیر کړی ځوانان شوي دي.

یو شمیر عدلي او قضایي کارپوهان په دې باور دي چې که د ښاغلي ټرمپ حکومت د قاضی السوپ د تصمیم پر وړاندې استیناف ته مراجعه وکړي او قضیه عالي محکمې ته وړاندې شي ډیر امکان لري چې جمهور رئیس به بریالی شي.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ د امریکا په کانگرس کې د دوو عمده گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتو وکیلانو وغوښتل چې د مهاجرت د قانون په هکله ژر تر ژره موافقه وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ د خپلې یوې کلنې واکمنۍ په ترڅ کې په وار وار د امریکا پر محاکمو چې د هغه د پریکړو سره یې مخالفت کړی، څملې کړې دي.

تیر کال وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو یو شمیر فدرالي محکمو د ښاغلي ټرمپ د لومړني فرمان مخه ډب کړه چې امریکا ته یې د شپږو مسلمانو هیوادونو د اوسیدونکو راتگ منع کړی و. جمهور رئیس ټرمپ د قاضي دغه تصمیم "خندنی" وگاڼه چې د هغه په وینا "په اصطلاح یو قاضي" نیولی دی.

XS
SM
MD
LG