د لاس رسي وړ اتصالات

د دونالد ټرمپ د مهمو وزارتونو احتمالي کاندیدان وپېژنئ


دونالد ټرمپ به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه لوړه کوي او تر هغه مخکې باید خپله کابینه غوره کړي.
دونالد ټرمپ به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰ نېټه لوړه کوي او تر هغه مخکې باید خپله کابینه غوره کړي.

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلې کابینې په جوړولو کار پیل کړی دی. ښاغلی ټرمپ باید د ۲۰۱۷ د جنورۍ د میاشتې تر ۲۰ نېټې مخکې پر ۱۵ وزراتونو سربېره د یو لړ نورو ادارو لپاره هم څلور زره کسان وګماري.

نوموړي وار د مخه د جمهوري غوښتونکو ګوند د ملي کمېټي مشر، رینس پریبوس د خپل دفتر مشر او د یو محافظه کاره ویپاڼې مخکنی مشر، سټیفن بانون، د خپل ستراتیژیست او ستر سلاکار په توګه ګمارلي دي.

د ډیموکرات ګوند غړو پر ښاغلي ټرمپ د سټیفن بانون د ګمارلو له کبله سختې نیوکې کړي دي، ښاغلی بانون تورن دی چې د نژادي پیغامونو په خپرولو کې یې لاس درلود.

د مهمو وزارتونو لپاره د هغه په احتمالي کاندیدانو کې افغان-امریکایی زلمی خلیلزاد هم شامل دی، احتمالي کاندیدان ټول د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي او د ټرمپ قوي ملاتړي دي.

د کاندیدانو لست یې په دې ډول دی:

د بهرنیو چارو وزارت

- د تینیسي ایالت سناتور او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، باب کورکر

- د جورج ډبیلو بش پر مهال په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، جان بولټن

- د امریکا د استازو د خونې مخکنی مشر، نیوټ ګنګریچ

- په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا مخکنی استازی، زلمی خلیلزاد

- د نیویارک ښار مخکنی ښاروال، رودي ګلیاني

د ماليې وزارت

- د ګولډمن شرکت مخکنی مشر او د ترمپ د کمپاین د ماليي چارو مسول، سټیون منوچن

- د امریکا د ټکساس ایالت استازی او د استازو د خونې د مالي خدمتونو د کمېټې مشر، جب هنسرلینګ

- د جی پي مورګن چیز د شرکت اجرايي او مالي مدیر جمي دیمون

- د کپټل کولوني شرکت مشر او بنسټ اېښودونکی، ټام باراک

د دفاع وزارت

- د دفاع د استخباراتي برخې پخوانی مشر، ډګر جنرال میشل فلاین

- د جورج ډبلیو بش پر مهال د ملي امنیت مشاور، سټیفن هدلي

- د اریزونا ایالت مخکنی سناتور، جان کیل

- د الاباما د ایالت سناتور او د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې غړی، جیف سیشن

- د نیوهمشایر سناتور او د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې غړی، کیلي ایوتي

- د کلیفورنیا استازی او د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې غړی، ډنکن هنټر

- په سنا کې د میزوري ایالت مخکنی غړی او د سنا د وسله والو خدمتونو د کمېټې غړی، جم تالنټ

د عدلیي وزارت

- د نیویارک ښار مخکنی ښاروال، رودي ګلیاني

- په سنا کې د عدلي چارو د کمېټې لوړ پوړی غړی چې د کډوالو پر ضد قوي دریځ هم لري، جیف سیشن

- د نیو جرسي والي، ګریس ګریسټی

- د فلوريډا لوی څارنوال، پام بونډي

- د شمالي کرولینا استازی او د هغې کمټې مشر، چې په ۲۰۱۲ لیبیا په بنغازي کې یې د امریکا پر سفارت د برید پلټنه کوله، تری ګوډی

د روغتیا او بشري خدمتونو وزارات

- د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست کاندید او د جراحي اعصابو متخصص، بن کارسن

- د امریکا د استازو د خونې مخکنی مشر، نیوټ ګنګریچ

- د لویزیانا مخکنی والی، بوبي جندل

د کورني امنیت وزارت

- په کانګرس کې د ټکساز ایالت استازی او د استازو په خونې کې د کورني امنیت د کمېټې مشر، میچل مک کاول

- د میلوکوي د ولسوالۍ د پولیسو مشر او د ټرمپ پلوی، ډیویډ کلارک

- د اریزونا د مریکوپا ولسوالۍ د پولیسو مشر چې ټرمپ ته یې کمپاین هم کاوه، جوی ارپایو

د کورنیو چارو وزارت

- د الاسکا مخکنۍ والۍ او د ۲۰۰۸ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د کاندید جان مکین مرستیاله، سارا پیلن

- د اریزونا مخکنی والي، جان بروور

مرکزي استخبارات- سي آی ای- ریاست

- د دفاعي استخباراتو مخکنی مشر، ستر جنرال ماکیل فلین

- د میشکن ایالت مخکنی استازی چې د استازو د خونې د استخباراتو د کمېټې مشر هم و، مایک راجرز

- د استازو په خونې کې د میشګن مخکنی استازی، پیتي هوکیسترا

د ملي امنیت شورا- د ملي امنیت مشاور-

- د دفاعي استخباراتو مخکنی مشر، ستر جنرال ماکیل فلین

- د جورج ډبلیو بش پر مهال د ملي امنیت مشاور، سټیفن هدلي

د رویټرز خبري اژانس پر دغو وزارتونو او احتمالي کاندیدانو سربېره د نورو بېلابېلو وزراتونو او ریاستونو لپاره هم د ښاغلي ټرمپ د احتمالي کاندیدانو اوږ لست خپور کړی دی.

XS
SM
MD
LG