د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د عربي هیوادونو تر منځ د یووالي غږ کړی


د امریکا جمهور ډونالډ ټرمپ وایي د عربي هیوادونو تر منځ یووالي په سیمه کې د ثبات او د ایران لخوا د متوجه ګواښ سره د مبارزې لپاره اړین دی.

ښاغلي ټرمپ پرون د جمعې په ورځ په جلا ډول د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د عربي متحده اماراتو د ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره په ټیلیفون خبرې کړیدي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس ټرمپ په خبرو کې پدې ټینګار وکړ چې ټول هیوادونه باید د ریاض د عالي غونډې له مخې خپل مسؤولیتونه ترسره کړي او هغه دا چې تروریزم ته ماتې ورکړي، د تروریستي ډلو مالي لارې دې بندې کړي او د سخت دریزه نظریو سره مبارزه وکړي.

د قطر امیر د سعودي عربستان د ولیعهد سره د خلیج هیوادونو تر منځ د راپیدا شوي جنجال په هکله خبرې کړي. د قطر او سعودي دولتي مطبوعاتو ویلي دي چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني پرون د جمعې په ورځ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفون خبرې کړي.

څارونکي وایي چې دغه خبرې ښایي د قطر او عربي هیوادونو تر منځ د کړکیچ د حل پیل وي.

سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر د قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې وې او په یو بل یې د ترویزم د ملاتړ تورونه لګولي و. پدې تیلیفوني خبرو کې د قطر امیر ومنله چې د خبرو لپاره حاضر دی تر څو وکړی شي د ګاونډیو هیوادونو غوښتنې واورې.

XS
SM
MD
LG