د لاس رسي وړ اتصالات

د ٨٠ هیوادونو وګړي قطر ته پرته له ویزې سفر کولای شي


د قطر پلازمینه دوحه
د قطر پلازمینه دوحه

قطر وایي د ٨٠ هیوادونو وگړي کولای شي پرته له ویزې دې هیواد ته سفر وکړي.

قطر د ٨٠ هیوادونو سیالانیانو ته پرته له ویزې اجازه ورکوي چې دې هیواد ته د ٣٠ ورځو لپاره سفر وکړي.

قطر چې د خلیج د څلورو عربي هیوادونو له خوا منزوي شوی دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه دی، او دې لوبو ته تیاری نیسي.

د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره د قطر د الگرافه ستدیوم موډل
د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره د قطر د الگرافه ستدیوم موډل

ددغې نوې پالیسۍ له مخې چې د قطر هوایي چلند او ددې هیواد مقاماتو د چهارشنبې په ورځ اعلان کړه، د ٣٣ اروپایي هیوادونو اوسیدونکي کولای شي د ٩٠ ورځو لپاره پرته له ویزې قطر ته سفر وکړي او همداشان کولای شي د څو سفرونو په ترڅ کې په دې هیواد کې ١٨٠ ورځې پرته له ویزې تیرې کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا، کاناډا او ۴۴ نورو هیوادونو اوسیدونکي کولای شي د ٣٠ ورځو لپاره پرته له ویزې قطر ته سفر وکړي او همداشان ددې هیوادونو سیلانیان کولای شي ٣٠ ورځې نور هم په دې هیواد کې پاته شي.

د انرژۍ له درکه د بډایه قطر اقتصاد وروسته له هغې زیانمن شو چې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر او بحرین د دوو میاشتو راهیسې په دې تور منزوی کړ چې د سخت دریځو او ترهگرو ملاتړ کوي. قطر دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د امریکا، کویټ او ترکیې په گډون یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې د قطر او د هغه د گاونډیو خلیج هیوادونو ترمنځ راولاړ شوي کړکیچ ته د حل لاره ومومي، خو تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس تیلرسن په گډون د بهرنیو مشرانو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG