د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ایران په وطنپالو غږ وکړ چې د اسلامي رژیم تاسیسات ونیسي


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ایران په «وطنپالو» خلکو غږ وکړ چې د اسلامي جمهوریت د رژیم تاسیسات «ونیسي». په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې ۱۷مې ورځې ته غځېدلې او ټرمپ وايي چې ایراني مقامات «په بې رحمه توګه مظاهره کوونکي» وژني.

ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې لیکلي دي: «ایراني وطنپالو، خپلې مظاهرې روانې وساتئ- خپل تاسیسات ونیسئ!!! د قاتلانو او سرغړوونکو نومونه وساتئ. هغوی به لویه بیه پرې کوي. تر څو پورې چې د مظاهره کوونکو بې رحمه وژل بند شوي نه وي، ما له ایراني مقاماتو سره خپلې ټولې غونډې لغوه کړې. مرسته په لاره ده. ایران بېرته خپل عظمت ته ورګرځوئ.»

دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ په څرګند ډول په مظاهره چیانو غږ کوي چې د ۴۶ کلن اسلامي استبدادي رژیم تاسیسات ونیسي.

د سه شنبې په سهار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپل ایکس په فارسي حساب کې لیکلي وو چې «اسلامي جمهوریت رژیم څه باندې ۱۰۶۰۰ کسان د خپلو اساسي حقونو د غوښتنو له کبله نیولي» دي.

په دغه حساب کې د ۲۶ کلن عرفان سلطاني قضیه هم یاده شوې ده چې په وروستیو مظاهرو کې له نیول کېدو وروسته ایراني چارواکو ورته د مرګ سزا ورکړې او نه یې د کوم مدافع وکیل لرلو حق ورکړی او نه یې هم «لس دقیقې شرموونکې محکمه» ورته جوړه کړې ده. وايي هغه به د چهارشنبې په ورځ اعدام شي، په ایکس کې د هغه یو پخوانی تصویر یې هم خپور کړی چې د ژمي کوټ یې په تن دی او خاندي.

په پوست کې لیکل شوي دي: «عرفان لومړی مظاهره کوونکی دی چې د اعدام سزا به ورکول کېږي، خو هغه به وروستی نه وي؛ د دغو مظاهره کوونکو د اعدامونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوې ده. نړۍ باید د اسلامي جمهوریت د رژیم د دغو ناوړه اعمالو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.»

په ایران کې مظاهرې په داسې حال کې خپلې ۱۶مې ورځې ته ورسېدې، چې رژیم په انټرنټ بشپړ بندیز لګولی دی، دا بندیز د پنجشنبې په ورځ پیل شوی دی. بندیز په ایران کې د سیمه ایزو خبریالانو وړتیا ځپلې ده او نه شي کولای چې د وروستیو مظاهرو او د رژیم د امنیتي ځواکونو له لوري د وژنو په اړه له بهرنۍ نړۍ سره تصویرونه شریک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوت د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ رژیم ته له پرلپسې خبرداریو وروسته ټول انتخابونه په پام کې نیولي، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ایراني مقاماتو مظاهره کوونکي ووژل، امریکا به پوځي مداخله وکړي.

لیوت وویل: «د سراعلی قومندان لپاره هوايي برید به په ډېرو انتخابونو کې یو انتخاب وي. ولسمشر ته دپلوماسي تل لومړی انتخاب وي. هغه تاسو ټولو ته تېره شپه وویل چې د ایران د رژیم عامه پیغامونه تر هغه ډېر جلا دي چې [د امریکا] حکومت یې په خصوصي ډول ترلاسه کوي. زه فکر کوم ولسمشر ټرمپ غواړي دا پیغامونه وسپړي. خو... ولسمشر ټرمپ دا څرګنده کړې ده که هر وخت اړتیا وي، هغه به د پوځي انتخاب له کارولو څخه ونه ډار شي، او تر هغه بل څوک په دې ښه نه پوهېږي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG