د لاس رسي وړ اتصالات

د توکمپالنې ضد اخري محاذ، د پوځي اډو د نومونو بدلول


د امریکا د جنوبي کارولاینا له ایالتي پارلمان له ودانۍ نه د کنفډریت بیرغ د تل لپاره لرې شو.
د امریکا د جنوبي کارولاینا له ایالتي پارلمان له ودانۍ نه د کنفډریت بیرغ د تل لپاره لرې شو.

د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې هڅې روانې دي چې د هغو امریکایي مشرانو نومونه د امریکا له پوځي اډو څخه لرې کړي چې د کنفډریټ یا د هغه اتحاد برخه وو چې په امریکا کې یې د مريتوب د ساتنې لپاره جگړه کړې ده.

په کانگرس کې د دواړو گوندونو غړي د ولسمشر ترمپ سره په دې مسلې باندې ځکه په جنجال کې دي چې ولسمشر ترمپ ژمنه کړې چې په دې برخه کې به د کانگرس لایحه ویتو کړي. دا حساس بحث په داسې حال کې کیږي چې د یو سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یو تورپوستي مړینې ولس دې ته اړ کړ چې سیستماتیکې توکمپالنې سره باید حساب کتاب وشي.

د امریکا د داخلي جگړو په مهال ١٨٦٠ لسیزې کې په جنوب کې یوولس ایالتونو چې غوښتل یې د مریتوب فرهنگ وساتي، یو اتحاد جوړ کړ، او د شمالي ایالتونو په وړاندې جنگیدل.

د جورج فلویډ له وژل کیدو وروسته د توکمپالنې ضد مظاهرو کې چې له تیرو دریو اونیو څخه روانې دي د کنفډریټ جنرالانو په لسگونه مجسمې ویجاړې شوې یا بل ځای ته انتقال شوي دي. د ناسکار د موټرو ځغلونې لوبو هم د لوبغالي څخه د کنفډریټ بیرغ لرې کړی.

د ډیموکراسۍ د رنګونو په نوم د سازمان بنسټګر، سیټف فلپیز وایي"دا یوه عجیبه احساس دی چې هغه خلک او سمبولونو یې پرتمین او وستایل شي چې غوښتل یې،‌ زموږ خلک، هغه خلک چې زموږ په څیر ښکاري مریان وساتي."

بله مبارزه، د لسو پوځي اډو نومونه بدلول دي چې د کنفډریټ افسرانو نومونه پرې ایښودل شوي دي. په دې کې فورت برگ، فورت هوډ او فورت لي پوځی اډې هم شاملې دي.

جمهوري غوښتونکی سنا مجلس، د دیموکرات سناتور له خواوړاندیز شوی پلان تصویب کړ چې له مخې یې دا نومونه له پوځي تاسیساتو څخه لرې کړي.

جمهوري غوښتونکی سناتور،مایک رونډز وایي "دا د دې کار لپاره سم وخت دی، زما په اند دا سم پیغام رسوي."

خو ولسمشر ټرمپ دې فیصلې سره مخالفت لري او ویلي چې ویتو به یې کړي.

د سپنیې ماڼۍ ویانده، کېلي مکنیني استدلال کوي "دا یادګارونه او ډیر پیاوړې اډې د گټلو، بریا او آزادۍ په تاریخ کې د لوی امریکایی میراث برخه ګرځیدلي دي."

د متحده ایالاتو د ١٧٧٦ میلادي کال د خپلواکۍ د بیان په اساس ټول انسانان برابر پیدا شوي دي. خو مریتوب په ١٨٦٥ میلادي کال کې پای ته ورسید او افریقایي الاصله امریکائیان تر اوسه پورې د توکمیز توپیر سره مخامخ دي. د کنفیډریټ سمبولونه د دې تناقض علامت دي.

په ورجینیا پوهنتون کې استاد جېمز دیویسن هنتر وایي پداسې حال کې چې سیاست جوړجاړی دی، کلتور بیا مقدس دی چې خلک نه غواړي ورسره جوړجاړی وکړي. په کلتوري جګړه کې د اړخ په نیولو به، ټرمپ د نومبر میاشتې د ټاکنو د مخه، د ولس ترمنځ اختلافات ژور کړي.

XS
SM
MD
LG