ټرمپ خپل د معاملې مهارت «د ځواک له لارې د سولې» د ډیپلوماسۍ سره یوځای کړ او په ۲۰۲۵ کال کې یې د نړۍ اتو شخړو ته د پای ټکی کېښود.
د سولې دپاره د ولسمشر د هڅو له امله پنځو هېوادونو هغه د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړ.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې معاملې کولو وړتیا «د ځواک له لارې سولې ته د رسیدو» پر بنسټ د ډیپلوماسۍ سره یوځای کړه او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ مه د دوهم ځل لپاره د واک تر ترلاسه کولو وروسته یې ددې کال په لړ کې داسې تړونونه نهايي کړل چې اته نړیوالې شخړې یې ودرولې.
سپینې ماڼۍ د هغه د دیپلوماسۍ تګلاره غیر دودیزه وبلله. دا تګلاره د هغه د لومړۍ دورې د ۲۰۲۰ کال د ابراهیمي تړونونو د بریا پر بنسټ ولاړه وه او د امریکا پوځي او اقتصادي ځواک یې وکاراوه څو اته نړیوالې شخړې او لانجې د لا پراخیدو او په لویو جګړو له بدلېدلو څخه راوګرځوي.
د ټرمپ د ملي امنیت ستراتیژي چې په نومبر کې خپره شوه، وایي: «د اور په لمبو کې لولپه نړۍ، چې جګړې زموږ تر پولو راورسوي، د امریکا د ګټو لپاره ناوړه ده.»
هغه همدارنګه په ۲۰۲۵ کال کې ډېر وخت د روسیې او اوکراین د جګړې د حل منځګړیتوب ته ځانګړی کړ. دا شخړه په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د بشپړ یرغل سره پیل شوه، هغه مهال چې د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن په واک کې و.
ټرمپ د ملي امنیت په خپله ستراتیژۍ کې اعلان وکړ چې «دا د امریکا د متحدو ایالتونو اساسي ګټه ده چې په اوکراین کې، ژر تر ژره د جګړو د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وشي څو د اروپایي هیوادونو اقتصاد باثباته شي، د جګړې د ناڅاپي پراختیا یا زیاتوالي مخه ونیول شي، له روسیې سره ستراتیژیک ثبات بېرته ټینګ شي، او له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې زمینه برابره شي څو دا هېواد د یو فعال دولت په توګه ژوندی پاتې شي.»
ټرمپ د دسمبر په ۱۷ مه په یوه ټلویزیوني ملي وینا کې چې د کال خپلو لاسته راوړنو ته یې کتنه کوله، وویل چې د خپلې لومړۍ دورې وروسته یې د امریکا پوځ بیا ورغاوه او اوس یې داسې نوې وړتیاوې ورزیاتې کړې چې دا پوځ یې د نړۍ په تر ټولو پیاوړي پوځ بدل کړی دی.
هغه وویل: «ما د امریکا ځواک بېرته راژوندی کړ، په لسو میاشتو کې مې اته جګړې پای ته ورسولې، د ایران اټومي ګواښ مې له منځه یووړ، د غزې جګړه مې ختمه کړه، او په ۳۰۰۰ کلونو کې مې د لومړي ځل لپاره منځني ختیځ ته سوله راوسته، او همدارنګه مې د ژوندیو او مړو یرغمل شوو کسانو خوشې کېدل یقیني کړل.»
ټرمپ داسې اوربندونه او د سولې تړونونه رامنځته کړي چې په اته شخړو او لانجو کې یې د لویو جګړو مخنیوی وکړ او تاوتریخوالی یې راکم کړ. په دې کې د اسرائیل او ایران، اسرائیل او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (DRC) او رواندا، د کمبودیا او تایلنډ، هند او پاکستان، ارمنستان او اذربایجان، مصر او اېتوپیا، او کوسوو او سربیا ترمنځ شخړې شاملې وې.
تر ټولو لویه شخړه چې ټرمپ ودروله، د جون په میاشت کې د اسرائیل او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه وه.
اسرائیل د جون په ۱۳ مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې د ایران د اټومي او توغندیزو تاسیساتو، اټومي ساینسپوهانو او پوځي قومندانانو پر وړاندې یې د ګواښونو مخنیوی وبلل. ایران په ځواب کې د اسرائیلو پر ښارونو او زیربناوو سلګونه توغندي وتوغول.
ټرمپ د ځان د دفاع په توګه پر ایران د برید لپاره د اسرائیلو ملاتړ وښود او د جون په ۲۲ مه یې د هوايي بریدونو امر وکړ، چې د هغه په وینا د ایران د اټومي وسلو د پراختیا درې مرکزونه یې له منځه یووړل.
هغه اسرائیل د جګړې ګټونکی وباله او د اسرائیل او ایران ترمنځ یې د جګړې د بندولو موافقه ترلاسه کړه، چې اوربند یې د جون له ۲۴ مې راهیسې پر ځای دی.
ټرمپ همدارنګه په اکتوبر کې د غزې په دوه کلنه جګړه کې د لویو نښتو د درولو لپاره خبرې وکړې. دا جګړه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر اسرائیلو د حماس د برید له امله پیل شوې وه.
دواړو لورو د اکتوبر په ۱۰ مه اوربند پیل کړ، چې د سولې د هغه پلان لومړۍ مرحله وه چې ټرمپ تېره میاشت وړاندې کړی و او اسرائیلو او اته عربي او اسلامي هېوادونو یې ملاتړ کړی و.
د پلان پر بنسټ غوښتنه دا وه چې حماس ټول ژوندي او د مړو شویو یرغمل کسانو جسدونه وسپاري او د یوې نړیوالې سوله ساتې قوې له خوا بې وسلې شي، څو بیا هېڅکله اسرائیل ونه ګواښي.
حماس پرته له یوه کس څخه ټول پاتې یرغمل کسان وسپارل، او په بدل کې اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل، د سلګونو مړو فلسطینیانو جسدونه یې وسپارل او خپل ځواکونه یې د غزې تر یوې نوې «ژېړې کرښې» پورې شا ته کړل، او نیمه سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې پرېښوده. خو د حماس مشرانو په ښکاره وویل چې دوی به بې وسلې نه شي، هغه څه چې ټرمپ وویل دوی یې ژمنه کړې وه.
که څه هم اسرائیلو کله ناکله د امریکا په لفظي ملاتړ د حماس پر ځینو غړو بریدونه وکړل چې د دوی په وینا یې اوربند ماتاوه، خو د غزې اوربند د کال تر پایه دوام وکړ او لویې جګړې بېرته نه پیل نه شوې،.
د ټرمپ سلاکارانو د سپینې ماڼۍ په وینا «ارامه ډیپلوماسي» پر مخ یوړه څو د نړیوالې سوله ساتې قوې لپاره د نورو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي.
ټرمپ د دسمبر په ۲۹ مه په فلوریډا کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې پر مهال وویل که حماس په «ډېر لنډ وخت» کې بې وسلې نه شي، نو له «ډېر بد برخلیک» سره به مخ شي.
په افریقا کې، ټرمپ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په ځواب کې، چېرې چې د رواندا ملاتړ لرونکې وسله والې ډلې M23 په جنوري او فبروري کې لوی ښارونه ونیول، خپل لوړ سلاکار مسعد بولوس دواړو هېوادونو ته د سولې ماموریت لپاره واستاوه. دا هڅې د جون په ۲۷ مه په واشنګټن کې د سولې د تړون په لاسلیک سره پای ته ورسېدې.
ټرمپ دا هڅه لا نوره هم پیاوړې کړه، کله چې یې د دسمبر په ۴ مه د کانګو ولسمشر فېلېکس تشیسکیدي او د رواندا ولسمشر پاول کاګامه په واشنګټن کې د سولې او سوکالۍ په هدف د واشنګټن تړونونو د لاسلیک لپاره کوربه کړل.
په اسیا کې، ټرمپ د کمبودیا او تایلنډ، او همدارنګه د هند او پاکستان ترمنځ د جګړو د درولو لپاره د غوره دیپلوماسۍ له لارې مداخلې وکړې.
په ۲۰۲۵ کال کې د ټرمپ د سولې د هڅو له امله، د اسرائیل، ارمنستان، اذربایجان، کمبودیا او پاکستان حکومتونو هغه د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړ.
د نوبل بنسټ د قوانینو له مخې، هغه نوماندان چې د تېر کال د فبرورۍ له لومړی وروسته وړاندې شوي وي، د سږ کال د سولې جایزې لپاره ارزول کېږي.
فورم \ دبحث خونه