ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه د ۲۰۲۶ کال د فوتبال د نړیوال جام سیالیو د چارو د تنظیم لپاره د سپینې مانۍ له کاري ټیم سره وګوري.
دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې متحده ایالتونه د فوتبال د نړیوال جام د کوربتوب لپاره خپلې چارې چټکې کړي. دغه نړیوال ټورنمټ ته یوازې ۲۰۵ ورځې پاتې دي.
متحده ایالتونه له کاناډا او مکسیکو سره په ګډه د دې جام کوربانه دي. د دغو سیالیو له ۱۰۴ لوبو څخه یې اوه اتیا یې د متحدو ایالتونو په ۱۱ ښارونو کې کیږي. د دې جام فاینل به د نیوجرسي ایالت په ایست روترفورد ښار کي پلان شوی. د فوتبال دا نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال د جون له یوولسمې نېټې پیل او د جولاۍ تر نوولسمې پورې به روانې وې.
د سپینې ماڼۍ کاري ډلې تېره پنجشبې په واشنګټن کې د یوې غونډې کوربتوب وکړ چې د ډرون ګواښونو څخه د نړیوال جام د خوندي کولو لپاره خپل کمپاین ته وده ورکړي.
په دې غونډې کې د ډرون جوړولو شرکتونو استازو او هغو چارواکو برخه درلوده چې د نړیوال جام په مهال د متحدو ایالتونو د یوولسو ښارونو د هوایي حریم د خوندیتوب مسوولیت به ولري.
د متحدو ایالتونو حکومت په پام کې لري چې کوربه ښارونو ته په ملیونونه ډالر ورکړي چې لوبغالي او ښارونه د بې پیلوټه الوتکو د غیرقانوني کارونې څخه خوندي وساتي.
د واشنګټن ډي سي ښار هم د فوتبال د نړیوال جام د رسمي پچې اچونې لپاره چمتوالی نیسي. ټاکل شوې ده چې دا پچه اچونه د ډسمبر په پنځمه نیټه د جان ایف کینیډي میموریل سنټر فار دی پرفارمینګ آرټس کې وشي.
فورم \ دبحث خونه