د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر: د ټرمپ د "طلايي کارت" د کډوالۍ پروګرام پیل شو


ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د "ټرمپ طلایي کارت" پروګرام پیل شوی او ویب پاڼه یې فعاله شوې ده، او له دې ترلاسه شوی ټول عاید به د متحدو ایالتونو حکومت ته ځي.

د ټرمپ حکومت وايي چې د طلایي کارت بیه د عامو خلکو لپاره ۱ میلیون ډالر دی او د هغو شرکتونو لپاره چې غواړي خپل مطلوب اشخاص په متحدو ایالتونو کې وساتي، دوه میلیون ډالر دی، او دا پروګرام د هغو خلکو د وړتیاو بشپړه ارزونه کوي چې د دې پروګرام له لارې په متحدو ایالتونو کې استوګن کیږي.

دا پروګرام د دې هېواد تابعیت ته لاره هواروي.

دا کیدی شي ډیره لویه اندازه پیسې وي.ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې په یوې غونډې کې وویل چې امریکایي شرکتونه کولی شي د دې پروګرام له لارې په متحدو ایالتونو کې د پوهنتونونو غیر امریکایي نخبه خلک وساتي ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې، په متحدو ایالتونو کې د دې اشخاصو د ساتلو لپاره هیڅ بله ډاډمنه لاره نشته.

ټرمپ وویل چې د طلایي کارت پروګرام د ګرین کارت په پرتله غوره دی.

هغه زیاته کړه "موږ همدا اوس د ټرمپ د طلایي کارت کار پیل کړ. له اوس نه تقریبا ۳۰ دقیقو کې، به ویب پاڼه هم فعاله شي او ټول پیسې به د متحدو ایالتونو حکومت ته ولاړ شي."

ولسمشر ټرمپ د طلایي کارت پروګرام څخه په دفاع کې، وویل چې د پخواني سیسټم لاندې، له بده مرغه هغه تحصیل کرده خلک چې له بهر څخه راغلي وو د زده کړو د بشپړولو وروسته باید له متحدو ایالتونو څخه ووځي.

ټرمپ وویل چې د دې پروګرام سره، د اپل په څیر امریکایی شرکتونه به "خوشاله" وي ځکه چې دوی کولی شي هغه پوه خلک وساتي چې دوی یې غواړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې د ټرمپ د طلایي کارت پروګرام په دې هیواد کې د بهرنیو نخبګانو د ساتلو ترڅنګ بله ګټه دا ده چې دا کولی شي د امریکا خزانې ته ملیاردونه ډالر راوړي.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ د طلایي کارت پروګرام لپاره د ویب پاڼې پته هم خپره کړې او په دې ویب پاڼې کې د طلایي کارت د غوښتنلیک پورې اړوند انلاین فورمې او د کارت د غوښتونکي د اوسني تابعیت او د زیږون ځای په څیر پوښتنې موندل کیدای شي.

د دې کارتونو ټول متقاضیان باید د کورني امنیت وزارت ته د ۱۵۰۰۰ ډالرو د طی مراحل فیس هم ورکړي ترڅو د اشخاصو د سابقې ګړندي تفتیش او ارزونه ترسره شي.

د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک، چې د چهارشنبې په ورځ یې په سپینې ماڼۍ کې پّ غونډه کې برخه اخیستې وه، وویل چې هغه بهرنيان چې په بریالیتوب سره د طلایي کارت پروسه بشپړه کړي، کولی شي د پنځو کلونو وروسته د متحدو ایالتونو تابعیت ترلاسه کړي.

لوټنیک وویل، هغه شرکتونه چې د یو کارمند لپاره د طلایي کارت ترلاسه کوي، کولی شي بل کارمند په کارت کې شامل کړي کله چې لومړی کس تابعیت ترلاسه کړي پرته له دې چې د اضافي کارت لپاره پیسې ورکړي.

لوټنیک وویل چې په متحدو ایالتونو کې د ګرین کارت لرونکی د امریکایی په پرتله په اوسط ډول لږ عاید لري او د اوسط امریکایی په پرتله ډیر احتمال لري چې په دولتي مرستو تکیه وکړي. هغه وویل چې د طلایي کارت پروګرام "امریکا ته د غوره خلکو راوستلو" په اړه دی.

نور لویدیځ هیوادونه ورته د کډوالۍ پروګرامونه لري.GetGoldenVisa.com، چې په پرتګال کې میشت د کډوالۍ مشورتي شرکت دی چې په ۲۰۱۴ کال کې تاسیس شوی، په خپله ویب پاڼه کې لیکلی چې اکثره اروپایي هیوادونه هغو اشخاصو ته "طلایی ویزې" پروګرامونه وړاندې کوي چې د استوګنې او بالاخره تابعیت ترلاسه کولو په لټه کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG