د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د 'ملي امنیت او عامه مصونیت' لپاره د ۱۹ هېوادونو د کډوالۍ غوښتنې وځنډولې


د متحدو ایالتونو حکومت په دغه هېواد کې د ۱۹ هېوادونو د اتباعو د پناه اخیستو، دایمي اوسېدو [ګرین کارت،] او تابعیت اخیستو د غوښتنو پروسه تر هر اړخیزې ارزونې پورې ځنډولې، دا هېوادونه «ډېر خطر لرونکي» پېژندل شوي.

د متحدو ایالتونو د مهاجرت او تابعیت د خدمتونو ادارې د سه شنبې په ورځ ډسمبر درېیمه د پالیسۍ په یو یاداښت کې اعلان کړی چې د ملي امنیت او عامه مصونیت په اړه د اندېښنو له کبله دا اقدام شوی دی.

یاداښت د دغو ۱۹ هېوادونو د اتباعو، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شلمه نېټه او یا تر هغه وروسته متحدو ایالتونو ته داخل شوي، د منل شویو مزایاو [ګټو] د هر اړخیزې ارزونې لارښوونه کوي، په دغه تاریخ کې مخکني ولسمشر جوبایډن د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

په یاداښت کې راغلي: «دا یاداښت لازم کوي ټول هغه بهرني اتباع چې په دغو شرایطو برابر دي، د پروسې بیا ارزونه یې وشي، چې ورسره احتمالي مرکه او که اړتیا وه بیا مرکه وشي چې د ملي امنیت او عمومي امنیت اړوند ګواښونه، چې د عدم قبولیت او عدم کفایت مرتبط دلایل ورسره تړلي، په بشپړ ډول وارزول شي. په انفرادي توګه او قضیه په قضیه به ټول اړوند معلومات او حقایق وارزول شي.»

په یاداښت کې د تېرکال د ټاکنو په ورځ د یو افغان نصیر احمد توحیدي له لوري د ترهګرۍ د پلان جوړونې یادونه هم شوې چې د امریکا د عدلیې وزارت وايي دا پلان یې کشف او خنثی کړی.

توحیدي د فدرال په یوې محکمې کې پړ وګڼل شو چې په عراق کې یې د داعش ډلې ته د موادو او سرچېنو د برابرولو هڅه کوله.

په یاداښت کې همدغه راز د یو بل افغان رحمان الله لکڼوال یادونه هم شوې ده، چې تېره اونۍ یې په واشنګټن ډي سي کې د متحدو ایالتونو د ملي ګارد په دوو سرتېرو ډزې وکړې، یوه یې په روغتون کې مړه شوه او بل یې د سختو ټپونو له کبله لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. لکڼوال د قتل او د قتل په هدف د برید تورونه ونه منل او د خپلې بې ګناهۍ ادعا یې وکړه.

د متحدو ایالتونو د مهاجرت او تابعیت د خدمتونو ادارې په واشنګټن ډي سي کې د تېرې اونۍ له ترهګریز برید وروسته د کډوالو د اروزنې بهیر پیل کړ. د دغې ادارې مشر جوزیف بي ادلو په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «د متحدو ایالتونو د ولسمشر په لارښوونې مې د اندېښنې وړ هر هېواد د هر پردي [بیګانه] هر ګرین کارت [دایمي اوسېدو اسناد] د نوې، بشپړ او دقیقې ارزونې لارښوونه کړې.»

څو میاشتې مخکې ولسمشر ټرمپ د یو فرمان په لاسلیک کولو سره د افغانستان او ایران په ګډون د برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سودان، بروندي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، تاګو، ترکمنستان او ونزویلا په خلکو باندې د ویزو یو لړ محدودیتونه ولګول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG