د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د عراق له صدراعظم سره په امنیت او اقتصاد خبري کوي 


ټاکل شوېده د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ نن پنجشنبه (اګست ۲۰) په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم مصطفی الکاظمي سره د عراق په ثبات، امنیت او د اقتصاد په وده خبري وکړي.

امریکا متحده ایالات په عراق کې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري لري چې له ترهګرۍ سره په مبارزه او د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي وویل: "د پوځیانو د لا کمیدو لپاره کوم سخت او ګړندی مهال ویش نشته، خو دا موضوع به هم د بحث یو مورد وي، ځکه موږ د عراق امنیتي اړتیاوي ارزوو او امریکا ګوري چې څه کولای شي."

د سپینې ماڼۍ په وینا، د بحث یو بل مهم مورد، د عراق کرد میشته سیمه ده چې د امریکا د حکومت چارواکی یې د خپلواک او باثباته عراق یو جنجالي جز بولي.

په سپینه ماڼۍ کې د نن ورځې له غونډې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۹ د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره پر دیپلوماتیکو اړیکو، انرژۍ، تعلیم او تربیې، امنیت او فرهنګي روابطو خبرې وکړې.

نوموړي همدارنګه له هغه هیواد سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو بشري مرستو خبر هم ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په اقتصادي برخه کې دواړه هیوادونه د نړیوالو مالي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې له عراق سره د تیلو د رالویدلې بیې او کرونا ویروس په برخه کې همکاري وکړي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دواړه لوري غواړي چې د تجارت او پانګونې او د عراق د بریښنا او ګازو د کورني تولید په زیاتیدو کې هم همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو همدارنګه له عراقي چارواکي غوښتي دې چې د ایران پلوو ملیشه ډلو په مهارولو کې خپلو هڅو ته زور ورکړي.

که څه هم عراق درې کاله مخکې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې بریا اعلان کړې خو اوس هم د یادې ډلې پاتې شونې د عراق په شمالي برخو کې بریدونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG