د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د راکټونو د دفاع نوی سیستم فعال کړ


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په عراق کې امریکایي چارواکي وایي په هغه پوځي مرکز کې یې د توغندیو دفاعي سیستم فعال کړ چې څه موده مخکې پرې د ایران له ملاتړه برخمنو اورپکو برید کړی و.

په دغه مرکز کې د امریکا او د ایتلاف ځواکونه دیره دي. امریکايی چارواکي ‌وایي‌ د الاسد په پوځي مرکز کې یې د "پتریوت"په نامه د میزایلو دفاعي سیستم او یوه بله دستګاه چې لنډ واټن وېشتونکي توغندي خنثی کوي، فعال کړي دي.

امریکايی ځواکونو څو میاشتې مخکې د ایران د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني وواژه او له هغه وروسته ایران په عراق کې د امریکایي ځواکونو په مرکزونو میزایل وتوغول.

یو بل امریکایي چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې په عراق کې د "تاجي"په نامه په یو بل پوځي مرکز کې هم د لنډ واټن وېشتونکو توغندیو د دفاع سیستم نسب شوی دی.

د دغو سیستمونو د فعالیت هدف په عراق کې د امریکا او ایتلاف د ځواکونو د امنیت لا خوندي کول دي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره اونۍ وویل چې استخباراتي‌ ادارو یې معلومات ترلاسه کړي چې ایران بیا په امریکایي ځواکونو د برید طرحه جوړه کړې ده.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل خو په خپل ټویټر کې یې ګواښ وکړ که ایران او یا يي ملاتړو اورپکو په عراق کې په امریکایي ځواکونو برید وکړ، "ایران به یې لویه بیه پرې کړي".

XS
SM
MD
LG