د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او عراق جګړه؛ د افغان جنګیالي د جسد پاتي شوني مشهد ته ولېږدل شول


د نسیم افغاني د مړي پاتې شونې ایران ته ولېږدول شول
د نسیم افغاني د مړي پاتې شونې ایران ته ولېږدول شول

د ایران د ۱۹۲ هغو سرتېرو د مړو پاتي شوني خپل هېواد ته ولېږدول شول چې په ۱۳۶۰ کلونو کې له عراق سره په جګړه کې وژل شوي وو.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس دا جسدونه دوشنبې په ورځ‌ جون ۲۲ (چنګاښ۲) ولېږدل شول. چارواکي وایي د کروناویروس د خپرېدو له ویرې لوی مراسم ونه نیول شول.

په دغو تابوتونو کې یو تابوت د "نسیم افغاني" و چې د راپورونو په اساس د "خراسان پنځم لښکر" غړی و او د ایران په ننګ عراق ته د جګړې لپاره تللی او هلته وژل شوی و.

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې له ډېرو هلو ځلو سره سره بیا هم د "نسیم افغاني"د کورنۍ درک ونه لګېده چې د خپل زوی جسد ترلاسه کړي.

"نسیم افغاني" د ایراني سرتېرو په منځ کې ناست دی
"نسیم افغاني" د ایراني سرتېرو په منځ کې ناست دی

د ایران او عراق په جګړه کې د ورکو شویو کسانو د موندلو د کمیسیون مسولینو ایراني رسنیو ته ویلي دي چې د "نسیم افغاني"د کورنۍ غړي په ۱۳۶۰ کلونو کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال وژل شوي دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي لارښوونه کړې ده چې د "نسیم افغاني"جسد دې په مشهد کې د "امام رضا په حرم" کې ښخ شي.

د ایران جګړه او افغان جنګیالي

پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل څخه وروسته ډېر افغانان ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شول.

هغه مهال ایران له عراق سره په جګړه اخته و او د ایران سپاه پاسدران یو شمېر افغان کډوال د عراق خلاف جګړې ته وګمارل، روزونه یې ورکړه او بیا یې د جګړې ډګر ته واستول.

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې له عراق سره جګړې کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغانان د ایران په ننګ وژل شوي دي. خو ځینې ناتاید شوي ارقام وايي په دغې جګړې کې د وژل شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۴۰۰۰ دی.

افغان جنګیالي د ایران د قدس ځواکونو د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره
افغان جنګیالي د ایران د قدس ځواکونو د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره

له دغې پېښې څو لسیزې وروسته بیا د ایران سپاه پاسداران یو شمېر افغانان وروزل او دا ځل یې سوریې او عراق ته واستول چې د بشارالاسد په ننګ د داعش ډلې په خلاف وجنګیږي. د افغان جنګیالیو لښکر ته یې د "فاطمیون لوا" نوم ورکړی دی.

دا مهال په ایران کې لږ تر لږه ۲.۵ میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې یو شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد هم نلري.

د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني څو کاله مخکې د "فاطمیون لوا" جوړه کړه. سلیماني تېرکال د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول.

په ایران کې د "فاطمیون لوا" ته له ګمارل کېدونکیو جنګیالیو سره د ایران د تابعیت، د هغوی کورنیو ته د امتیازونو او نورو حقونو د ورکولو او په دغه جګړې کې د وژل شویو کسانو له کورنۍ سره د دوامدارو مرستو ژمنې کیږي.

د فاطمیون لوا افغان جنګیالي
د فاطمیون لوا افغان جنګیالي

دوی د "اهل بیت له حرم"څخه د دفاع په نامه روزل کیږي او جګړې ته استول کیږي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي‌ چې دا مهال د "فاطمیون لوا"تر چتر لاندې څه باندې ۱۴۰۰۰ افغانان په سوریه کې جنګیږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتوت په یو ځانګړي راپور کې ویلي دي‌ چې له ۲۰۱۳ څخه راپدیخوا لږ تر لږه ۵۰۰۰ افغان کډوال، چې په ایران کې مېشت وو، د فاطمیون لوا په چوکاټ کې په سوریه کې جنګیدلي دي.

دقېقې شمېرې نشته چې څومره افغانان د سوریې او عراق په جګړو کې وژل شوي دي،‌ خو لویدیځې رسنۍ وايي چې سلګونه افغانان په دغو جګړو کې وژل شوي.

د امریکا د مالیې وزارت په ۲۰۱۹ کې د "فاطمیون لوا"او د "زینبیون لوا"په تور لست کې شاملې کړې.

د "فاطمیون لوا"په ایران کې د مېشتو افغانانو او د "زینبیون لوا"د پاکستانی‌ شیعه جنګیالیو څخه جوړه ده او د ایران "سپاه پاسدران"تر چتر لاندې د بشارالاسد په ننګ په سوریه کې جنګیږي.

XS
SM
MD
LG