د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که ایران د اټومي وسلو په نه درلودلو موافقه ونکړي، هغوی (ایران) به د اوسني وضعیت په پرتله په لوی مشکل کې وي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۳۰) له نیوزمکس سره په مرکه کې ویلي امریکا به ایران ته اجازه ورنه کړي چې اتومي وسلې ولري.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړیده که ایران اټومي وسلې درلودلی نو کارولي به یې وای. ټرمپ ویلي پکار ده داسې تضمینونه موجود وي چې ایران هیڅکله اټومي وسلې ونلري.
ولسمشر ټرمپ ویلي ایران له متحدو ایالتونو سره د یوې هوکړې لپاره ډیره لیوالتیا لري خو د هغه په وینا، د امریکا حکومت به هیڅکله تهران ته د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړي.
ولسمشر ترمپ وویل:" لنډه دا چې ددې نړۍ، زموږ د هیواد او په یقین سره د اسرائیل، منځني ختیځ او اروپا لپاره. تاسې نشئ کولی ایران ته اجازه ورکړئ چې اټومي وسلې ولري."
ولسمشر ټرمپ له ایران سره د دریدلو خبرو په اړه وویل، د هغه او څو نورو کسانو په ګډون هیڅوک نه پوهیږي چې خبرې په څه وضعیت کې دي.
نوموړي څرګنده کړه: "هغوی د یوې هوکړې کولو ته ډیره علاقه مندي لري. موږ یو مشکل لرو ځکه هیڅوک نه پوهیږي چې په یقین سره د هغوی مشران څوک دي. دا یو څه مشکل دی."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران اقتصاد د هغه هیواد پر سواحلو او د تیلو پر ترمینلونو د امریکا د محاصرې له امله د پاشل کیدو په حال کې دی.
ټرمپ زیاته کړه چې محاصره اغیزناکه ده او د تیلو له پلوه د هغه هیواد د عوایدو مخه نیول شوېده.
د امریکا پوځ هم د چهار شنبې په ورځ ورته ارزونه وړاندې کړه او ویې ویل چې د ایران رژیم د امریکا د محاصرې له درکه په میلیاردونو ډالره ګټه له لاسه ورکړې ده.
بلخوا د ایران مشر مجتبي خامنه یي ته یو منسوب پیغام کې، چې د پنجشنبې په ورځ د ایران په دولتي رسنیو کې خپور شوی، ویل شوي چې تهران به د خلیج سیمه خوندي کړي او د هغه په وینا د دښمن له خوا به د سمندرې لارې د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.
فورم \ دبحث خونه