د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جرمني صدراعظم ته: د امريکا او ايران په موضوع کې لاسوهنه مه کوه

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۳۰مه د جرمني صدراعظم فريدريش مرز ته وويل چې د ايران په اړه د امريکا په هڅو کې له «لاسوهنې» څخه ډډه وکړي.

ولسمشر ترمپ په ټروت سوشيل ټولنيزې شبکې کې وليکل چې مرز بايد «د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړې پای ته رسولو ته زیات وخت ورکړي» او «په ځانګړې توګه د کډوالۍ او انرژۍ برخو کې خپل زيانمن شوی هېواد، ورغوي».

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته له خبريالانو سره په خبرو کې د ایران په ضد د امریکا او اسرائیل په جګړې کې د اروپا او په ځانګړې توګه د جرمني او هسپانيا په نه همکارۍ نيوکه وکړه.

ولسمشر وويل: «کله چې موږ هغوی ته اړتيا لرله، هغوی هلته نه وو. دا بايد په ياد ولرو. که څه هم موږ د هغوی مرستې ته اړتيا نه لرله، خو ما وويل، هو، موږ غواړو ستاسو مرسته ترلاسه کړو، ځکه ما غوښتل ووينم چې ايا هغوی دا کار کوي که نه. خو هغوی، په ټولو مواردو کې، وويل چې موږ نه غواړو ښکېل شو. او پوهېږئ، حيرانوونکې خبره دا ده چې هغوی د هرمز له تنګي څخه استفاده کوي، موږ له هغه څخه استفاده نه کوو.»

ولسمشر ترمپ د جرمني صدراعظم د روسيې او اوکراين په جګړه کې «په بشپړه توګه بې اغېزې» وباله او ويې ويل چې د هغه هڅې « د جرمني په ګډون، نړۍ، په يو خوندي ځای بدلوي».

د ټروت سوشيل په ټولنيزه شبکه کې د ولسمشر ترمپ دا ليکنه څو ورځې وروسته له هغې خپره شوه چې د ايران د جګړې په سر د ترمپ او مرز ترمنځ ښکاره اختلاف رامنځته شوی و.

ښاغلي ترمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه په جرمني کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د احتمالي کمولو ارزونه کوي او ويې ليکل چې «په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه پرېکړه وشي».

د همدې اوونۍ په پيل کې، د جرمني صدراعظم محصلينو ته وويل چې متحده ایالتونه د ايراني مذاکره کوونکو له خوا «سپک کېږي» او زياته يې کړه چې واشنګټن د دې جګړې په اړه «په څرګنده توګه هېڅ ستراتيژي نه لري».

هغه همدارنګه وويل داسې ښکاري چې د ايران مشران په ځنډول شویو مذاکراتو کې له ځواب ورکولو ډډه کوي او هيله يې څرګنده کړه چې جګړه «ژر تر ژره» پای ته ورسېږي.

ولسمشر ترمپ د سې شنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې ځواب ورکړ او مرز يې تورن کړ چې ګواکې «د ايران لپاره د اټومي وسلو درلودل ستونزه نه ګڼي» او ويې ويل چې صدراعظم «نه پوهېږي چې د څه په اړه خبرې کوي».

مرز د چهارشنبې په ورځ وويل چې له دې ښکاره لفظي تبادلې سره سره له ولسمشر ټرمپ سره د هغه شخصي اړيکې لکه پخوا ښه دي، خو زياته يې کړه چې «له پيله د ايران له جګړې سره تړلو پېښو په اړه شکمن و».

ولسمشر ټرمپ همدغه راز ویلي دي چې له جرمني څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو احتمال مطرح کوي، هغه په ۲۰۲۰ کال کې، د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې هم اعلان کړی چې نږدې ۱۱،۹۰۰ امريکايي سرتېري به له جرمني څخه وباسي، هغه اقدام چې وروسته بیا د مخکني ولسمشر جو بايدن له خوا لغوه شو.

هغه قانون چې په ۲۰۲۳ کال کې د امريکا کانګرس تصويب کړی، ولسمشر منع کوي چې د کانګرس له تاييد پرته امریکا له ناټو څخه وباسي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG