ټرمپ او روته د اوکراین د سولې پر هڅو خبرې کوي

دا تصویر د یو پخواني مجلس دی.
دا تصویر د یو پخواني مجلس دی.

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه (نومبر ۲۵مه) د فلوریډا ایالت په مارالاګو کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره ګوري، په داسې حال کې چې واشنګټن د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.

د ناټو د رسمي اعلامیې له مخې، دواړه مشران به په اوکراین کې د تلپاتې سولې د ټینګښت پر هڅو، دفاعي لګښتونو او د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډې دفاع د مسوولیتونو پر وېش خبرې وکړي. ټرمپ له نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې کوم وروستی مهلت نه دی ټاکلی.

ټرمپ وویل: «زه د کومې ټاکلې نېټې تر فشار لاندې نه یم، یوازې غواړم چې دا جګړه پای ته ورسېږي. زه غواړم چې همدا نن هوکړه وشي، خو دواړه خواوې باید پرې راضي وي.»

د ټرمپ څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له بلومبرګ سره په مرکه کې وویل، د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او جرد کوشنر غواړي، ترجیحاً تر جنورۍ میاشتې پورې د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي. زیلینسکي ویلي، اوکراین د جګړې پای ته رسېدل غواړي، خو د پراخو امتیازونو ورکولو ته چمتو نه دی. په همدې حال کې، اروپايي مشران د روسیې د اقداماتو او د اروپا د امنیت په اړه اندېښنې څرګندوي.

د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس نن د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې د مسکو موخې تر اوکراین وراخوا دي او اروپا باید د روسیې پر وړاندې روښانه دریځ ولري.

مرتس وویل چې روسیه د بالتیک په سیمه، پولنډ، تور سمندر، فضا او ان په جرمني کې کړکېچ زیاتوي. مسکو لا د ښاغلي مرتس د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. تمه ده چې له اوکراین سره مالي مرسته به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د مشرانو د پنجشنبې ورځې د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

دا غونډه په بروکسل کې جوړېږي. واشنګټن په داسې حال کې د نږدې پنځه کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او راتلونکو امنیتي تضمینونو په اړه د مسکو او کیف ترمنځ اختلافات لا هم پر ځای دي.

​
XS
SM
MD
LG